Uncategorized

ملګري ملتونه: روسي او اوکرايني ځواکونو زندانيان اعدام کړي

ملګرو ملتونو ويلي چې داسې شواهد يې موندلي چې له مخې يې د روسيې او اوکراين ځواکونو د جګړې له ډګره دباندې بنديان اعدام کړي دي

د اوکراين په پلازمېنه کيف کې د بشري حقونو د څار لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر رييسې، ماتيلدا بوګنر د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۴مه) خپل يو راپور وړاندې کړ. د نوموړې په وينا، روسي او اوکرايني ځواکونو اسيران وژلي او شکنجه کړي دي.

په کيف کې د ملګرو ملتونو د نوموړي دفتر له خوا له هغه څخه لږ وخت وروسته دا تورونه رابرسېره شوي کله چې کيف پر روسيې د يو اوکرايني اسير د وژلو تور ولګاوه. کيف ويلي ول چې روسي ځواکونو يو نيول شوی اوکرايني چارواکی په ډزو وژلی او د هغه ويډيو يې جوړه کړې ده، په ويډيو کې راغلي چې اوکراينی اسير څنګه له وژل کیدو مخکې د «اوکراين زنده باد» شعار ورکوي.

د ۲۵ روسي اسيرانو ډله ییز اعدام

ماتيلدا بوګنر ويلي دي چې ادارې يې د دواړو اړخونو له خوا اعدامونه ثبت کړي دي. هغه د جمعې په ورځ په کيف کې يوه خبري کنفرانس ته د وينا پر مهال وويل:”موږ د وسلوالو اوکرايني ځواکونو لخوا د ۲۵ روسي جنګي اسيرانو د ډليز اعدام راپور په ژوره توګه اندېښمن کړي يو.” هغې زياته کړه: “داسي څه اکثراً د جګړې په ډګر کې د نيولو پر مهال سمدلاسه ترسره شوي.”

د ملګرو ملتونو د یاد دفتر رييسې وويل چې د اوکرايني چارواکو لخوا په پنځو مواردو کې د پلټونو له جريان څخه خبره ده چې د ۲۲ قربانیانو په هکله دي. هغې زياته کړه: “خو موږ د عاملينو د محاکمې په هکله مالومات نه لرو.”

نور ولولوئ: ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې دې نجونو او هلکانو ته د ښه کيفيت زده کړو مساوي فرصت برابر شي

بوګنر د وسلوالو روسي ځواکونو لخوا د ۱۵ اوکرايني اسيرانو د نيول کېدو وروسته د هغوی د ادعا شوو اعدامونو په تړاو هم ژوره اندېښنه وښوده. هغې وويل چې د واګنر اجيره ډله چې ادعا کوي چې پر بخموت باندې د روسي تعرض مشري کوي، له يادو اعدامونو څخه د ۱۱ وژنو مسوول دی. د بخموت محاذ پر اوکراين د روسي د تعرض تر ټولو اوږد او خونړی محاذ بلل کيږي.

مسکو او کيف د جګړې له تېر يو کال له پېل راهيسي په دوامداره توګه یو پر بل د جنګي اسيرانو او زندانيانو سره د ناوړه چلن کولو تورونه لګوي.

د اوکراين د باندنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د ياد راپور په غبرګون کې ويلي دي چې دا ورته د منلو نه دي چې د تېري قربانيان دي مسوول ونيول شي.

د اوکراين او روسيې د جګړې نږدې دوه کاله پوره کيږي او لا يې هم پايلې نامالومې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button