نړیوال خبرونه

ملګري ملتونو د پکتیکا او خوست زلزلو د لاملونو پیدا کولو لپاره هڅې کوي

په خوست او پکتیکا ولایتونو کې زلزلې

د افغانستان په سویل خیتځو ولایتونو خوست او پکتیکا کې د تېرې میاشتې زلزلو لړۍ بیا، بیا تازه شوې چې دې چارې ګڼې پوښتنې او اندېښنې راټوکولې دي.

د دې زلزلې لاملونه باید وموندل شي

لا خو د لومړۍ زلزلې ځپلې نه دي په کور شوي چې څو ورځې وړاندې بیا ورته ټکانونو ځمکه ولړځوله او بیا یې په خلکو نیم ودان کورونه راچپه کړل. له دې موضوع وروسته ډېرې غوښتنې دا دې چې د دې زلزلې لاملونه باید پیدا شي، بېلابېل نظرونه یې هم په تړاو شته چې ځينې یې لا په دې هم شکمن کړي چې ښایې دا اصلاً طبيعي زلزلې نه وي. له همدې امله په زلزله ځپلو سیمو کې خلک دې ته ډېر زړه نه ښه کوي چې د خپلو کورونو کومه خونه د بیا اوسېدو لپاره چمتو کړي.

نور یی ولوله | ملا هیبت الله: پر چارواکو له واقعيته لېرې نقد کول شرعي جواز نه لري

نور یی ولوله | پاکستان او افغانستان د بس سروسونه پیلوي

له دې اندېښنو وروسته اوس ملګري ملتونه وایي چې هڅه کوي د چاپان د کارپوهانو په مټ په سیمه کې څېړنې وکړي، څو مالومه شي چې اصلي کیسه څه ده. د ملګرو متلونو د سیاسي استازولۍ چارسمبالي مشر مارکس پوتزل چې خوست ولایت ته تللی و، د دې ولایت په هوایې ډګر کې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره خبرو کې وویل چې دوي هڅه کوي د خلکو کړاو راکم کړي او په دې بدو شرایطو کې یې لاس نیوی وکړي.

 عکس سرچینه،GETTY IMAGES

ښاغلی مارکس وایي د دوي د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر بیا دلته راغلی چې د خلکو حالت له نژدې وګوري او یومانا پر افغان وګړو پام کوي. خو سراج الدین حقاني بیا له ملګرو ملتونو او مرستندویه هېوادونو او ادارو وغوښتل چې په لنډ مهاله توګه د زلزله ځپلو لپاره د سرپناه په برابرولو کې همکاري وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button