نړۍ خبرونه

ناروې د افغانستان د سیاسي وضعیت په هکله غونډه جوړ وي

د ملګرو ملتونو سازمان کې د ناروې استازي په خبرپانه کې ویلي دي چې ناروې به په افغانستان کې د ملګرو متلونو سازمان د استازولۍ (یوناما) د رول په هکله جوړه کړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي دي تمه کېږي چې دغه غونډه د تړلو دروازو ترشاه د افغانستان د سیاسي وضعیت په هکله جوړه شي.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د ناروې سفیره مونا جول د افغانانو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د ناروې سفيره مونا جول وايي:«د دې علت، چې موږ غړي په دې ډول سره راټولوو، دا ده چې د سیاسي وضعیت په اړه غیر رسمي او انتقادي بحث وشي او مشخص کړو، چې د امنیت شورا په راتلونکي کې څنګه د ملګرو ملتونو د ماموریت د سیاسي اړخونو څخه په ښه توګه ملاتړ کولی شي.

اسلامي امارت وايي، له هر هغې ناستې هرکلی کوي، چې په کې د افغانانو د وضعيت په اړه خبرې وشي. د اسلامي امارت مرستيال وياند بلال کريمي څرګندوي:«ټولې هغه غونډې چې په یوه هېواد کې جوړېږي او په یو ډول د افغانستان پر مسایلو بحث کېږي، د افغانستان  خلکو تمه دا ده چې له افغانستانو سره مرسته وشي، همکاري وشي او هغه ستونزې چې شتون لري د خبرو اترو، مذاکرې او مصالحې له لارې حل شي

نور یی ولوله | د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي
نور یی ولوله | د اسلامي امارت مشر د دفاع وزارت چارواکو سره لیدلي

د سياسي چارو شنونکي وايي، چې د دغه ډول ناستو جوړېدل کولای شي، چې د افغانستان د سياسي وضعيت له بهبود سره مرسته وکړي. د سياسي چارو کارپوه عبدالجميل شيرانی وايي:«ناروې هغه هېواد دی، چې همېشه يې د افغانستان د اوسني او پخواني حکومت په اړه مثبت او رغنده رول لوبولی دی.

د سياسي چارو کارپوه وحيد فقيري څرګندوي:«د ناروې په بلنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه يو مثبت اقدام دی او افغانان بايد استقبال وکړي. مګر يوه خبره چې بايد وشي هغه دا چې په داسې غونډو کې د افغانستان د خلکو استازي بايد موجود وي. په ملګرو ملتونو کې د ناروې د استازولۍ په اعلاميه کې راغلي، چې دې غونډې ته د ملګرو ملتونو پنځه نوي غړي هم بلل شوي؛ خو نومونه يې نه دي په ډاګه شوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button