اقتصاد او سوداګريسیاست

ننګرهار کې د کانال شرکت: د ننګرهار د مالټو سږنی حاصل ۳۵۰۰ ټنه اټکل شوی

ننګرهار کې د کانال شرکت وايي، ننګرهار کې د مالټو سږنی حاصل به تر نورو کلونو لوړ وي

ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کانال شرکت مسوولین په دې ولایت کې د مالټو سږنیو حاصلاتو ته په کتو اټکل کوي، چې تر ۳۵۰۰ ټنو به ورسېږي.

د یاد شرکت ویاند سیدهمایون غریبمل وایي، تېر کال د همدې درېیم فارم حاصلات ۳۲۰۰ ټنه وو، چې سږکال دا حاصلات تر ۳۵۰۰ ټنه رسېږي.

د کورنیو تولیداتو د بهبود لپاره هڅې

غریبمل وایي د وطني مالټو د بڼوالو د ګټې او ښه بازار په خاطر یې له پاکستانه په را واردېدونکو مالټو تعرفه هم لوړه کړې، څو هېوادوال له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.

هرکاب د مالټو فصل په رارسېدو ننګرهار ته د هېواد له بیلابیلو سیمو د سیلانیانو ورتګ زیاتېږي.

نور ولولئ: څنګه له خوږو شیانو او سره کړو خوړو سره علاقه کمه کړو؟

نور ولولئ: په هېواد کې د غلو په حاصلاتو کې ډېر کموالي راغلي

نور ولولئ: کندهار کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي

سږکال هم د نورو کلونو په پرتله بې شمیره سیلانیان د ننګرهار د مالټو باغونو ته ور مات دي او له نېږدې ننداره کوي.

د مالټو پلورونکي بیا وایي؛ د مالټو د نندارې بازار ګرم دی، خو د اخیستلو بازار یې کمرنګه دی.

دوی وایي د بېوزلۍ له امله یې یواځې هغه خلک اخیستلی شي، چې په اوسني نظام کې دنده ولري او یا بل لوی کاروبار ولري.

د خلکو اقتصادي ستونزې

مالټو ته ورغلی شاه جهان یواځې د مالټو ننداره کوي او د اخیستو توان یې نه لري.

هغه وایي: ( ما فکر کوه چې ارزانه به وي، د خوراک سره به کورته هم یو څه یوسم خو دلته چې راغلم یو من ۴۰۰ تر ۴۵۰ افغانۍ ده چې ما غوندې سړی یې د اخیستو توان ځکه نه لري، چې دا مې د دوه ورځو د کور لګښت کېږي.)

دی له طالبانو غوښتنه کوي، چې پر کورنیو تولیداتو څار وکړي او بیې دې داخل کې یو څه راټیټې کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځل واکمنېدو سره په دغه هېواد کې اقتصادي ستونزې په زیاتېدو شوې او ګڼ خلک بې روزګاره شوي دي.

نړیواله ټولنه وايي، که په افغانستان کې د جدي بې روزګارۍ مخه ونه نیول شي، نو خلک به له سختو ستونزو سره مخامخ شي.

طالبانو بیا ویلی چې ددوی تر واک لاندې افغانستان کې د روزګارۍ د له منځه وړلو لپاره هڅې روانې دي، خو کارپوهان بیا زیاتوي چې طالبان ددې جوګه نه دي تر څو په افغانستان کې بې روزګاره خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button