ژوند او ټولنه

په ننګرهار او کندهار کې د کوکنارو بديل کښتونه حاصلاتو ته رسيدلي

په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې هغه نیالګي او اصلاح شوي تخمونه چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ بزګرو ته د کوکنارو د بديل کښت په نوم ورکړل شوي و، تر درېیو کالو وروسته حاصلاتو ته رسېدلي دي

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ننګرهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ستروس باغونو جوړولو پروژه پيل کړه، دا باغونه يې په هغو ځمکو کې جوړ کړل چې پخوا کوکنار په‌کې کرل کېدل.

اوس د درېيو کالو په تېرېدو سره دا باغونه حاصلاتو ته رسېدلي او باغوانان يې له حاصلاتو څخه خوښ دي.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د ستروسو د باغ خاوند شفيع‌الله وايي، په دې کار کې د نویو تجربو په درلودلو سره سږکال هيله لري چې باغ به يې ډېر حاصل ولري.

نور ولولئ: جلال اباد: د ګڼ شمېر شنو خونو د سبزیوتازه حاصلات مارکیټ ته وړاندې شول

د ملګرو ملتونو له نشه‌ يي موادو سره د مبارزې ادارې په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ننګرهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د باغونو د جوړولو او پاللو په برخه کې پنځه سوه باغوانان وروزل.

ننګرهار د افغانستان له هغو ګرمسېرو یا تودو ولایتونو څخه دی چې زارعتي ځمکې يې د ستروس د باغونو لپاره ډېرې مناسبې دي او په وروستیو کلونو کې يې د مالټو، نارنجو او ليمو صادرات هم درلودل.

له بلې خوا، په کندهار ولایت کې هم بزګران د خپلو زراعتي حاصلاتو په اړه خوښي څرګندوي

په دې ولایت کې هم ملګرو ملتونو په  ۲۰۲۰ ميلادي کال کې زراعتي پروژې پيل کړې چې د روان کال تر پایه به دوام ولري.

دا پروژې چې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې له‌ خوا پيل شوي، شپږ لکه امريکايي ډالر لګښت لري چې د کوکنارو پر ځای د سبزيجاتو کښت ته زمينه برابروي.

نور ولولئ: په هېواد کې د غلو په حاصلاتو کې ډېر کموالي راغلي

دا پروژه د ژیړۍ، ارغنداب، ډنډ، پنجوايي او ميوند ولسوالیو په هغو سيمو کې عملي کېږي چې پخوا کوکنار په‌کې کرل کېدل، خو اوس بينډۍ، رومیان او بانجڼ په کې کرل کېږي.

نور ولولئ: کندهار: طبي بوټی «انجه» د ورکیدو له خطر سره مخ دی

د کندهار د ژيړۍ ولسوالۍ یو بزګر ښایسته خان د خپلو زراعتي حاصلاتو څخه راضي دی او وايي چې، د بديل کښت له امله هوسا شوی او ګټه يې هم ډېره شوې ده.

د طالبانو له راتګ سره د نشه يي مواد پر ضد مرستې بندې شوې دي

که څه هم د جمهوري نظام له نسکورېدو راهيسې د نشه‌ يي موادو په برخه کې د طالبانو له حکومت سره په مستقيم ډول مرستې بندي شوي دي، خو د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د ځینو هېوادونو په مالي ملاتړ په افغانستان کې د بديل کښت په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button