ننګرهار کې هر کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدېږي
د ننګرهار په فارمونو کې نږدې هر کال دوه سوه مټریک ټنه د کبانو غوښه بازار ته وړاندې کېږي
د طالبانو د حکومت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت نن شنبه د مرغومي ۱۵مه په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې ننګرهار کې له سلو فارمونو څخه د کال ۲۰۰ مټریک ټنه د کبانو غوښه تولیدېږي.
دغه وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د کبانو په ۱۰۰ فارمونو کې نږدې ۳۰۰ تنه په کار بوخت دي او هڅه کوي دا برخه لا پراخه کړي.
په ننګرهار کې اوسنی تولید
سرچینې زیاته کړې، چې اوسنی تولید د ننګرهار د اړتیا پوره کولو لپاره کافي نه دی، خو د تولید زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.
د خبرپاڼې په حواله هره ورځ نږدې لس ټنه د کبانو غوښه د پاکستان څخه د تورخم له لارې ننګرهار ته واردیږي.
نور ولولئ: څنګه له خوږو شیانو او سره کړو خوړو سره علاقه کمه کړو؟
نور ولولئ: په هېواد کې د غلو په حاصلاتو کې ډېر کموالي راغلي
نور ولولئ: کندهار کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي
د کبانو تولیدوونکي بیا وایي که یې طالبان ملاتړ وکړي او د پاکستاني کبانو د وارداتو مخه ونیسي نو دوی خپل تولید زیات او د اړتیا وړ د کبانو غوښه به بازار ته وړاندې کړي.
دوی وایي اوسمهال بازار کې د بهرنیو کبانو د شتون له امله تولید نه زیاتوي او وېره لري،که تولید زیات کړي زیان به وویني.
د کبانو غوښه د خوړو اړینه برخه ګڼل کېږي چې همدې اړتیا ته په کتو په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې د کبانو د فارمونو جوړېده روان دي.
سږ کال د مالټو د حاصلاتو زیاتوالی
تېره ورځ ننګرهار کې د کانال شرکت وویل، ننګرهار کې د مالټو سږنی حاصل به تر نورو کلونو لوړ وي
ننګرهار کې د طالبانو تر واک لاندې د کانال شرکت مسوولین په دې ولایت کې د مالټو سږنیو حاصلاتو ته په کتو اټکل کوي، چې تر ۳۵۰۰ ټنو به ورسېږي.
د یاد شرکت ویاند سیدهمایون غریبمل وایي، تېر کال د همدې درېیم فارم حاصلات ۳۲۰۰ ټنه وو، چې سږکال دا حاصلات تر ۳۵۰۰ ټنه رسېږي.
غریبمل وایي د وطني مالټو د بڼوالو د ګټې او ښه بازار په خاطر یې له پاکستانه په را واردېدونکو مالټو تعرفه هم لوړه کړې، څو هېوادوال له خپلو کورنیو تولیداتو ګټه واخلي.
هرکاب د مالټو فصل په رارسېدو ننګرهار ته د هېواد له بیلابیلو سیمو د سیلانیانو ورتګ زیاتېږي.
سږکال هم د نورو کلونو په پرتله بې شمیره سیلانیان د ننګرهار د مالټو باغونو ته ور مات دي او له نېږدې ننداره کوي.
د مالټو پلورونکي بیا وایي؛ د مالټو د نندارې بازار ګرم دی، خو د اخیستلو بازار یې کمرنګه دی.
دوی وایي د بېوزلۍ له امله یې یواځې هغه خلک اخیستلی شي، چې په اوسني نظام کې دنده ولري او یا بل لوی کاروبار ولري.