لوبېلوبې خبرونه

نن به افغان لوبډله له هالنډ سره لوبه ولري

د افغان لوبډلې روزونکی وايي چې که پچه ګټو یا بایلو، هڅه به کوو تر هالنډ ښه ولوبېږو او مات یې کړو

افغانستان د روان ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې نن د جمعې په ورځ نومبر درېیمه (لړم۱۲) د هند په لکهنو کې خپله اوومه لوبه له هالنډ سره کوي.

افغانستان تر دې دمه په شپږو لوبو کې درې لوبې ګټلې او هالنډ بیا په همدومره لوبو کې دوې ګټلې دي.

نور ولولئ: افغان لوبغاړی فرید مالک وايي د سپینو زرو مډال به افغان کډوالو ته د مرستې په خاطر خرڅ کړي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې سر روزونکي جانتن ټرووټ تر لوبې یوه ورځ مخکې په خبري کنفرانس کې هیله وکړه چې لوبډله یې د لوبو ګټل روان وساتي.

افغان لوبډله چمتو ده چې ښه ولوبېږي

ټرووټ وویل چې لوبغاړي یې له هالنډ سره لوبو ته چمتو دي. هغه زیاته کړه: «که پچه ګټو یا بایلو، یا اول بیټینګ کوو او یا بالینګ، موږ باید مطمین شو چې سبا تر هالنډ ښه لوبه وکړو.»

جانتن ټرووټ وویل چې افغانستان ځینې ښې لوبډلې ماتې کړې خو دا یې ومنله چې د هالنډ خلاف لوبه هم ورته یو «چایلنج [ننګوونه] ده» او په خبره یې د هالنډ لوبډله په ښه حالت کې ده او «لیوال یو چې ورسره مخامخ» شو.

نور ولولئ:  د افغانستان فوټبال ښځینه ملی ل‍وبډلی پرتګال کی پنا واخستله

د افغانستان لوبغاړی اکرام علي خېل له سري‌لانکا سره په لوبې کې ژوبل شوی و، جانتن ټرووټ وویل چې هغه د هالنډ سره لوبې ته چمتو دی. اکرام علي خېل په تېرو لوبو کې د ویکټ ساتنې ترڅنګ په توپ وهنې کې هم ښه ځلېدلی دی.

هالنډ په دغه نړیوال جام کې د جنوبي افریقا غښتلې لوبډلې او بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړې.

له هالنډ سره لوبه د افغانستان لپاره ځکه مهمه ګڼل کېږي چې په ګټلو سره به یې د نړیوال جام نیمه پایلو ته ورتګ کې مرسته وکړي. افغانستان دا مهال د لسو لوبډلو په جدول کې په شپږم مقام کې دی او که له هالنډ څخه یې وګټي، څلورم مقام ته پورته کېږي.

د افغان بالرانو بال به هم ښه وي

ټروټ افغان توپ اچوونکي او توپ‌ وهونکي هم ښه یاد کړل چې په خبره یې تر دې دمه د نړیوال جام په سیالیو کې ښه لوبېدلي دي. د جانتن ټرووت د خبري کنفرانس ویدیو د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک کې خپره شوې ده.

د افغانستان بله لوبه د را روانې سه شنبې په ورځ له جنوبي ‌افریقا او ورپسې د جمعې په ورځ له استرالیا سره دي. که افغانستان خپلې درې واړه لوبې وګټي، نیمه پایلوبو ته وتلای شي.

د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو کې ډېره ښه ځلېدلي ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button