په زړه پورې

نوي موندنې: هغه عمر خوړلي چې له ځیرکو مبایلونو کار اخلي، ذهن یې تر نورو ښه وي

اړوند خبرونه:

مصنوعي ځیرکتیا به په ۲۰۲۴ کال کې کومو دندو ته چمتو کېږي؟

د کار پر نړیوال مارکېټ د مصنوعي ځیرکتیا اغېز؛ موږ باید څه وکړو؟

یو نوی څېړنیز راپور ښيي؛ هغه زاړه کسان چې له ځیرک موبایل او ډیجیټلي وسایلو څخه استفاده کوي، د ذهني وړتیاوو د کمښت له خطر سره په ځنډ مخامخ کېږي.

په دې څېړنه کې، څېړونکو د نړۍ د ګوټ ګوټ له ۵۰ کلونو څخه د پورته عمر لرونکو څه باندې ۴۰۰ زره کسانو معلومات د ۵۷ علمي څېړنو له تحلیل سره یوځای کړي دي.

د دوی موندنې ښيي چې هغه زاړه کسان چې په منظم ډول له کمپیوټر، ځیرک ملفون (سمارټ‌فون)، انټرنټ، یا د دغو ټکنالوژیو له ترکیب څخه استفاده کوي، د هغو کسانو پرتله چې لږ ورسره کار لري، لږ ذهني زوال تجربه کوي.

دا موندنې هغه نظریه تر پوښتنې لاندې راولي چې ورته “دیجیتلي الزایمر” ویل کېږي؛ یعنې دا مفکوره چې ګواکي د ټکنالوژۍ ډېر استعمال د عمر له زیاتېدو سره د ذهني وړتیاوو د کمښت سبب کېږي.

ډاکټر جرد بنج، چې د ټیکساس ایالت د آستین پوهنتون د حافظې په مرکز کې کلینیکي عصبي‌ ارواپوه دی، وايي: «دا موندنې د هغه نسل لپاره هیله‌ بخښونکی پیغام لري چې له ډیجیټلي وسایلو سره لوی شوی.» هغه زیاتوي: «له دې ټکنالوژیو استفاده له ښه ذهني فعالیت سره اړیکه لري – د هغو اندېښنو لکه د مغز زوال، ذهني ستړیا، یا ډیجیټلي ذهني کمزورتیا خلاف.»

د ټیکساس د بیلور پوهنتون د عصبي‌پوهاوي د علومو متخصص ډاکټر مایکل سکالین، هم وايي چې د “ډیجیټلي زوال” نظریې د تایید لپاره هېڅ ثبوت نه ‌دی موندل شوی. برعکس، موندنې ښيي چې له ډیجیټلي وسایلو استفاده د ذهني زوال خطر کموي.

څېړونکي په احتیاط وايي، تر اوسه دا معلومه نه ‌ده چې ایا ټکنالوژي د ذهني فعالیت د ساتلو لامل کېږي، او که برعکس، هغه کسان چې له مخکې ښه ذهني وړتیا لري، هغوی له دې وسایلو سره ډېره دلچسپي لري. کېدای شي دواړه عوامل په یو ډول اغېز ولري.

ډاکټر بنج وايي: «موږ فکر کوو درې عناصر په دې پروسه کې مهم رول لري: پېچلتیا، اړیکه، او جبراني چلندونه. ډیجیټلي وسایل خلک پېچلو فعالیتونو ته هڅوي، ټولنیزې اړیکې زیاتوي، او د ذهني زوال له جبرانېدو سره مرسته کوي – لکه له GPS څخه کار اخیستل چې د لارې په موندلو کې مرسته کوي.»

په دې علمي مقاله کې لیکوالانو ټینګار کړی چې د ټکنالوژۍ د کارولو ډول ډېر مهم دی. غیرفعال کارونه لکه تلویزیون کتل ممکن د مغز لپاره ګټه ونه ‌لري، خو فعال، ټولنیز یا جبراني استفاده – لکه ویډیویي تماسونه، پیغام‌رسوونکي، او ټولنیزې شبکې – کولی شي د زړښت پر مهال د ذهني روغتیا لپاره ګټورې وي.

سام ګیلبرټ، چې د لندن کالج پوهنتون د عصبي علومو استاد دی، هم وايي: «د ډیجیټلي ټکنالوژۍ تر کارونې او په زاړه عمر کې د ذهني وړتیاوو د ساتلو ترمنځ – که څه هم لا دا نه‌ ده معلومه چې علت کوم دی او معلول کوم، خو روښانه رابطه شته.»

د ایرلنډ د لیمریک پوهنتون اقتصادپوه ډاکټر وینسنت سالیوان، هم د دې څېړنې ملاتړ کړی او ویلي یې دي: «په داسې حال کې چې ډېری کسان انترنیټي رسنۍ د هیرې یا د حافظې د کمښت سبب بولي، دا دقیق تحلیل ښيي چې د ډیجیټلي وسایلو کارول له ښه ذهني روغتیا سره مرسته کوي.»

هغه زیاتوي: «که موږ د دې اړیکې میکانیزم درک کړو، نو کولی شو داسې لارې پیدا کړو چې د ذهني زوال مخنیوی پرې وکړو.»

د دې نوې څېړنې پایلې په «Nature Human Behaviour» علمي ژورنال کې خپرې شوې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button