نیوزیلنډ د ځوانانو لپاره د سګرېټو پر پېر او پلور بندیز لګوي
نیوزیلنډ –
نیوزیلنډ د ځوانانو لپاره د سګرېټو پر اخیستلو او پلورلو بندیز لګوي نیوزلینډ د سګریټ څکولو روږد پای ته رسولو لپاره هڅو لړ کې پر نوي ځوانانو د تمباکو پلور بندوي. د یو نوي قانون له مخې به چې راتلونکی کال یې د تصویب طمع کېږي دغه هېواد کې به له ۲۰۰۸ څخه وروسته زېږېدلی هېڅ یو وګړی نشي کولای.
چی ټول عمر سګرېټ یا له تمباکو جوړ شوي تولیدات واخلی. د نیوزیلنډ روغتیا وزیره عائشه ویرال په دې اړه وايي موږ غواړو ځوانان د سګرېټ څکولو له روږد څخه لرې وساتو. دغه چاره د نیوزیلنډ روغتیا وزارت له اړخ د تمباکو کاروولو ضد اقداماتو هغه نوې لړۍ یوه کړۍ ده چې پر پنجشنبه یې اعلان کړل. د نیوزیلنډ روغتیا پالانو د دې چارو هرکلی کړی دا یې داسې اصلاح بللي چې د نړۍ په کچه مخکی کیدونکی دي او له مخې به یې هم دسګرېټو کې د نیکوټین کچه هم ټیټه شي.
دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.
د اوټاګو پوهنتون پروفیسره جېنټ هوک په دې اړه وايي دې سره به ځوانان نیکوټین د روږد پرېږدي او یا به داسې تولیداتو ته مخه کړي چې ډېر مضر به نه وی. نیوزیلنډ چارواکي هغه ملي موخه ته د رسېدو کوښښ کوي چې تر ۲۰۲۵ کال پورې پر سګرېټو د روږد وګړو شمېر پنځه سلنې ته را ټیټ شی او بالاخره په هېواد کې د تمباکو کاروونکو شمېر صفر ته ورسېږي. په نیوزیلنډ کې اوس مهال ۱۳ سلنه بالغ وګړی سګرېټ څکوي یا تمباکو استعمالوی چې یوه لسیزه وړاندی دا شمېر د ټولټال نفوس ۱۸ سلنې ته رسېده.
خو په بومي مائوري توکمو کې بیا دا کچه ۳۱ سلنه وګړو ته رسېږي چې له همدې ا مله د ناروغیو او مړینې کچه هم پکې ډېره شوی د نیوزیلنډ روغتیا وزارت وايي تمباکو استعمالول پر سرطان ناروغۍ د اخته څلورو ناروغانو له ډلې څخه د یوه د ناروغۍ لامل دی.
او د هېواد څه باندې پنځه میلیونه نفوس کې د مړینې یو داسې لوی لامل دی چې مخه به یې نیول کېدای شي پر تمباکو تولیداتو له یوې لسیزې رادیخوا تدریجي محدودیتونه لګېدلي.