سات تيري

هغه اړین فعالیتونه چې ستاسو ذهني فشار راکموي

په اوس وخت کې زیات افغانان له ذهني ستونزو سره مخامخ دي، د کمېدو لپاره یې باید څه وکړو؟

ځینو څېړنو په ډاګه کړې چې له کوره د باندې د انسان ځینې فعالیتونه د ذهني فشار په راکمولو کې مرسته کوي. دغه فعالیتونه که په منظم ډول ترسره کړئ، نو له تاسو سره به د ذهني ستړیا یا فشار په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د باندې قدم وهلو ته ووځئ

که چېرې تاسې ذهني ستونزه ولرئ، نو پر ځای مه کېنئ، بلکې له کوره د باندې قدم وهلو ته ووځئ. دغه قدم وهل باید د عادي تګ په نسبت چټک وي تر څو ستاسو د بدن حرارت تولید کړئ. په قدم وهلو کې تاسو تازه هوا اخلی، له خلکو سره مخامخ کېږی، فکر مو بدلېږي او بالاخره ستاسو سټرېس ختمېږي.

220413142149 01 brisk walk stock
له کوره د باندې قدم وهل

د قدم وهلو پر مهال تاسو کولی شی چې د عضلاتو تمرین هم وکړی. بله مهمه خبره په کې داده چې که تاسو پرون په کومه کوڅه تللي یاست، نن هغه بدله او بله خوا لاړ شئ.

نور ولولئ: په ورځ کې څو زره ګامه تګ روغتیا ته ډېره ګټه کوي؟

نور ولولئ: لومړني روغتیايي خوندیتوبونو ته پاملرنه

د مطالعې لپاره د باندې ووځئ

کله چې تاسو تر ذهني فشار لاندې یاست، نو د خپلې خوښې کتاب درسره واخلئ او د مطالعې لپاره له کوره د باندې لاړ شئ. په دې برخه کې د ارواپوه او د کمبرېج پوهنتون پروفیسور سټېفن وايي، تاسو تر ونې لاندې یا بل ارام ځای کې کینئ او مطالعه وکړئ، تر څو ستاسو په ذهن کې د خوشالئ هرمونونه فعال او سټرېس مو ختم شي.

woman reading a book ppcelug 1024x684
په ارام چاپیریال کې مطالعه کول

د خوښې کتاب ځکه اړین دی چې د هغه له مطالعې تاسې خوند اخلی او ستاسو د ذهني فشار په له منځه وړلو کې مرسته کوي.

د اقتصادي ستونزو له منځه وړل

تاسې که د اقتصادي ستونزو له امله کړېږی او له همدې امله له ذهني ستونزو سره مخامخ یاست؛ تاسې کولی شی چې له کاروباري خلکو سره مشوره وکړی. دارنګه تاسو پر ذهن د فشار راوړلو پر ځای حل لارې ولټوئ او په نوښتونو باندې فکر وکړئ.

female eyes closed in woods 1296 728 header
تازه هوا اخیستل

دا ښکاره خبره ده چې اقتصادي ستونزې په بې ځایه چورتونو وهلو نه حل کېږی، بلکې بدیلو لارو او هڅو ته اړتیا لري.

منظم تمرین کول

که تاسو ته کلپ یا کوم تمریناتي مرکز نږدې وي، نو هلته لاړ شئ او د درملو خوړلو پر ځای هلته تمرین وکړئ، تر څو له ډېپرېشن خلاص او روغتیا مو په نصیب شي.

side view of man in black mask using heavy tyre fo 3bnwl4x 1024x683
منظم تمرین کول

که کلپ درته نږدې نه وي نو د سهار له لمانځه وروسته بیسکل وخغلوئ، منډه ووهئ او یا کوم بل فعالیت وکړئ.

د ستړي ذهن د ارامتیا لپاره پر خدای ج توکل، پر شته امکاناتو صبر او قوي اوسېدل مهم دي. که تاسو دغه تګلارې عملي کړې نو هېڅکله به ذهني ستونزې، ستړیا او ډېپرېشن ونه لرئ.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button