ژوند او ټولنهسات تيري

هغه خواړه چې د مور شیدي ډېروي

هغه میندې چې د ماشوم د مړولو یا تغذیه کولو لپاره کافي شیدې نه لري، لاندې خواړه دې خوري

کله چې تاسو دغه وړاندیز شوي خواړه خوری، نو تاسو به خپل ماشوم په ښه ډول مړولی شی او ستاسو ماشومان به نور له لوږې نه درپسې ژاړي. ددې غوره خوړو په خوړلو سره به ستاسو سینې له پیو یا شیدو ډکې او تاسو به راحت یاست. د درملو د خوړلو پر ځای د طبیعي خوړو کارول غوره لار ده چې د شیدو په ډېرولو کې مرسته کوي او داد ماشوم د وزن اخیستو سبب هم کېږي.

نور ولولئ: هغه خواړه چې تاسو د زیات وزن بایللو لپاره مهم دي

په حقیقت کې ځینې خواړه د نورو په نسبت غوره دي. له دې امله راځی چې پر دغه خوړو بحث وکړو او تاسو ته یې درمعرفي کړو.

پیسته، وریجې، غوښه او سرايي اوربشې

سپینې وریجې، په وزن برابره پيسته او سرایي اوربشې کامل خواړه دي چې کله دوی سره میکس یا ګډ شي نو د مور لپاره اوږدمهال ښه احساس رامنځته کوي او تر څنګ یې د دوی په سینو کې د شیدو د زیاتوالي سبب کېږي. په میندو کې دغه خواړه د کاربوهایډریټ د زیاتېدو سبب کېږي. پر دې سربېره د خوړو دغه کمپلیکس د ویټامین بي، مینرالونو او فایبر لپاره ښه سرچینه ده. فایبر ستاسو په اوږدمهاله ښه احساس کې مرسته کوي، د وینو فشار نورمال او پر ځای ساتي. نو تاسو هڅه وکړئ چې د ورځې په مهالوېش کې دغه خواړه ولری.

نور ولولئ: د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

د سالمون او ساردین په نوم ماهیان

دا خواړه د پروټین، ویټامین بي ۱۲ او اومیګا ۳ د چاغوالي اسید لري. دا هغه خواړه دي چې د ویټامین ډي لپاره طبیعي سرچینه ده او زیاتې مېرمنې ویټامین ډي ته ډېره اړتیا لري. بي ۱۲ او اومیګا ۳ د ډیپریشن په کمولو کې هم همکاري کوي، ددې تر څنګ سالمون د میندو د شیدو زیاتېدو لپاره غوره دي، ځکه داد ډي ايچ اې له مقدار برخمن دي. په دې کې د ماشوم د مغزي سیستم د ودې لپاره اړین دي.

د غوايي غوښه او هګۍ

شیدې ورکوونکې میندي د مینرالونو زینک اخیستو ته زیاته اړتیا لري. په زینک کې د غوايي غوښې په زیاته اندازه پروټین لري، پر دې سربېره اوسپنه او ویټامین بي هم لري. دا په انرژي اخیستو کې مرسته کوي او موږ باید په دې پوه شو چې نوی زیږېدلی ماشوم زیاتې انرژۍ خاصلولو ته زیاته اړتیا لري او د خرما په ګډون دا ټول خواړه تاسو ته ددې چانس درکوي چې خپل ماشومان په شیدو ښه تغذیه کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button