ژوندسات تيري

هغه ۶ عادتونه چې انسان ژر بوډا کوي

په خپل ورځني ژوند کې زیات انسانان داسې عادتونه لري چې هغه د دوی د ژر زړېدو لامل کیږي. له دغو بدو او ژر بوډا کوونکو عادتونو څخه ۶ یې موږ دلته په دغه لیکنه کې درپیژنو:

۱ـ د زیاتو کارونو فشار:

په یو وخت زیاتې وظیفې پر غاړه لرل او هره ورځ زیات ساعتونه پر یو وخت زیات کارونه کول پر روغتیا منفي اغیز کوي. په کالفورنیا کې د سانت روزېف روغتون سرطبیب، رېموند کاسکاریاري وايي: زیات خلک دا یو ګټور کار بولي چې پر یو وخت څو کارونه وکړي. خو دا کار ډېر فشار رامنځته کوي. د دغه کارپوه په وینا له دې کبله پر یو وخت په زیاتو کارونو کې بوختیا د انسان د ژر ژړیدو لامل کيږي.

۲ـ تمکابو/ سګریټ/ چلم څکول:

د تمباکو څکول په ډېر لږ وخت کې ډېر ژر د انسان د پوست د ژړېدو لامل کیږي. د سګریټو، چلم یا ورته تمباکو کارولو له کبله د انسان جلد ژر وچیږي او ګونجې/ ګونځې پیدا کوي. تمباکو څکول په بدن کې د ویټامین سي د کمېدو لامل هم کيږي. دا په داسې حال کې ده چې ویټامین سي په پوستکي کې د مایعاتو په توازن ساتلو کې مرسته کوي. نیکوټین د پوستکي د ګونځې کېدو لامل ګرځي.

نور ولولئ: د نړی تر ټولو سپین ګیری محصل

۳- کم خوبي:

د روغتیا چارو د کارپوه، کاسیکیاري په وینا: هغه کسان چې په کافي او اړینه اندازه خوب نه کوي، نه یوازې دا چې پر سترګو یې تورې حلقې راګرځي، بلکې د هغوی ژوند هم کمیږي. هغه زیاتوي: په هرو ۲۴ ساعتونو کې باید څوک لږ تر لږه ۷ ساعته خوب وکړي. کمخوبي د وزن د زیاتېدو لامل هم کیږي.

۴ـ زیات وخت کښېناستل:

زیات وخت کښېناستل کېدای شي د پښتورګو او د زړه د ناروغیو لامل شي. د وزن زیاتېدل او حتا د سرطان په ناروغۍ اخته کېدنه یې بل ګواښ دي. د سپورټ مدیسین مجلې د راپور له مخې د ورزش په مرسته څوک یاد ګواښونه راکمولای شي.

نور ولولئ: چاغوالی څه زیانونه لري؟

۵- په جګ ږغ د موسیقۍ اوریریدل:

هغه انسانان چې په زیات شور یا لوړ آواز موسیقي اوري، د هغوی د اوریدلو قوه له وخت څخه مخکې کموي. په زیاته د ګوشیو یا په اصطلاح هېډ فونز په مرسته لوړه موسیقي اوریدل خورا تاواني کار دی.

۶- د زیاتو خوږو شیانو خوراک:

د زیاتو خوږو خوړلو له کبله نه یوازې د انسان وزن ژر زیاتیږي. بلکې انسان ژر زړیږي هم.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button