ژوند

چاغوالی څه زیانونه لري؟

روغتیا پوهان چاغوالی د روغتیا لپاره بې اندازې خطرناک بولي، چې د یو شمېر هلاکونکو ناروغیو لامل جوړیږي، خو دغه ناروغۍ یو دم نه بلکې د وخت په تېریدو سره د انسان په بدن کې رامنځته کیږي.

دلته هغه (۷) ناروغۍ په نښه کوو چې په چاغوالي سره بدن کې د وخت په تېریدو رامنځته کیږي او د اوږدې مودې لپاره وي، آن چې په پای کې د انسان ژوند له ګواښ سره مخ کوي.۱. چاغوالی د وینې کولیسترول او د وینې فشار زیاتوي، چې په پایله کې د زړه ناروغۍ رامنځته کوي، خلاصه دا چې د بدن چاغوالی بدن کې د اوږدې مودې لپاره د زړه ناروغي رامنځته کوي.

۲. د ښپو (زنګون سترګه)، لاسونو (مړوند) او نورو بندونو دردونو رامنځته کیدل د چاغوالي له امله کیږي، د روغتیا پوهان وایي چې زیات وزن د زنګنو، ښنګرو او څنګل په بندونو فشار زیاتوي چې په پایله کې انسان ددغې ناورغۍ ښکار کیږي.

20210907 103817

۳. چاغوالي د وخت په تېریدو سره د شکر ناورغي رامنځته کوي.۴. چاغوالي سره د سرطان رامنځته کیدو چانس یا فیصدي څو چنده لوړیږي.۵. چاغوالی د بدن پر غړو، اعضاو او بندونو باندې بې پرې فشار زیاتوي چې د هغې دردونه انسان له کړاوونو تیروي، ددې بدني بوج او فشار په پایله کې انسان ډېر ژر د بوډاوالي خواته بیايي، چې ورسره چاغ کس په متوسط عمر کې هم بوډا بریښي.

۶. نیمچه یا وقفه وقفه سردردي چې په طبي اصطلاح ورته migraine ویل کیږي، او یا دې ته ورته نښې اصل کې د اعصابو د پړسوب پایله وي، د روغتیا پوهانو وايي چې په بدن کې د غوړوالي کچه زیاتېدلو پایله کې سر ته د وینې سره پیوسته اکسیجن اغیزمن کیږي چې د سر دردۍ لامل جوړیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button