سات تيري

هند کې د تودوخې څپې د خلکو د مړینې لامل شوي

د هغو کسانو د مړینې په اړه پلټنې پیل شوې چې ویل کېږي د تودوخې څپې له امله مړه شوي دي

د تېرې پنجشنبې او شنبی ورځو تر منځ د اترپردېش په بلیا ولسوالۍ کې د ۵۴ کسانو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی چې لاریونونه یې راپورته کړي دي. دا ایالت له مرکز لکنو شاوخوا ۲۷۴ کیلومتره لېري واټن کې پروت دی. تېره اوونۍ د اترا پردېش ډېرو برخو کې د تودوخې درجه د ۴۲ او ۴۷ سانتي ګراد تر منځ وه. حکومت په عمر پخو خلکو ته سپارښتنه کړې چې د ځان د خوندیتوب لپاره په کور پاتې شي.

دغې ګرمې څپې ډېر عمر لرونکي کسان مړه کړي دي

په اترا پرادېش کې د جمعې پر ورځ دا جنجالونه وروسته له هغې پیل شول چې د بالیا ولسوالۍ روغتون مشر دیواکر سېنګ خبریالانو ته وویل، شاوخوا ۲۵ کسان مړه شوي او ښايي لامل یې ګرمۍ توده څپه وي.

ښاغلي سېنګ وویل:”د ډېرو ناروغانو عمر له ۶۰ کلونو پورته و او له پخوا ناروغان وو. د تودوخې له امله یې ناروغي سخته شوې او جدي حالت کې روغتون ته بېول شوي دي، دوی د مناسبې درملنې سربېره هم ژوندي پاتې نه شول او مړه شول.”

یوه ورځ وروسته نوموړې له خپل موقفه لېري کړل شو. د دغه ایالت مرستیال وزیر وویل، د ډاکټر سېنګ څرګندونې “بې پروا” وې.

نور ولولئ: تازه څېړنې په ډاکه کوي چې په اسیا کې هوا توديږي

نوموړي زیاته کړې چې دولت دا وضعیت “خورا جدي” ګڼي.

هغه زیاته کړې چې د پېښې د پلټلو لپاره یې دوه لوړ پوړي چارواکي ګومارلي دي.

پلټونکي وايي، موږ به له پلټنو وروسته معلومات ورکوو

ای کی سېنګ چې د پلتنو برخه کې یو له ګومارل شویو چارواکو دی ویلي، دوی سملاسي دا نه شي تائیدولی چې هوا په دغه مړینه کې څه رول لرلی که نه ځکه چې نورو ولسوالیو هم د تودوخې څپې ورته تجربه کړې خو د داسې مړینې رپوټ پکې نه دی ورکړل شوی.

نوموړي خبریالانو ته ویلي، “د تودوخې په څپه کې هوا هغومره هم توده نه ده چې باید وای.”

د تودوخې څپه په شمالي هند کې د معمول خبره ده، په ځانګړې توګه د مې او جون په میاشتو کې. خو کارپوهان وايي، له پخوا ډېره شدیده شوې او دوام یې غځېدلی.

یوه څېړه کې چې تېر کال د د لنسېټ (The Lancet ) له خوا خپره شوه موندل شوي چې هند د ۲۰۰۰، ۲۰۰۴، ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱ کلونو تر منځ د سختې ګرمۍ له امله د مړینې په کچه کې ۵۵ سلنه زیاتوالي ښکاري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button