سفر خبرونهکورني خبرونه

هېواد ته راستانه شوي کډوال

طالبان وايي، له ۲۰۰ ډېر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې ۱۳۰ افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه د وري په دویمه نېټه د هرات د اسلام کلا لارې له ایرانه ستانه شوي دي.

د اسلام کلا د سرحدي امریت د مالوماتو پر بنسټ، د دغو کډوالو له ډلې چې کورنۍ او مجردان هم پکې شامل دي ۹۳ تنه یې اړمن پېژندل شوي دي.

د دغه امریت په وینا، دغه کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي وو چې خوراکي او غیرخوراکي مرستې یې ترلاسه کړې دي.

په دې کډوالو کې بې سرپرسته ماشومان

‏دغه امریت زیاته کړې، چې په دوی کې ۲۴ تنه بې سرپرسته ماشومان «وار چایلډ» موسسې ته د هغوی د کورنۍ د پېژندلو په موخه ورمعرفي شوي دي.

نور ولولئ:  افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ:  کابل کې د مېرمنو مجبوریت او بې‌وزلي

نور ولولئ: د کډوالو لپاره د ناروې پلاوی: افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي

د دغه وزارت په یوه بل خبر کې راغلي، چې لسګونه افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې د وري په ۲مه او ۳مه نېټه ۹۶ افغان کډوال د تورخم له لارې په جبري توګه ستانه کړای شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د مالوماتو له مخې، دغه ۱۹ کورنۍ چې ټولټال ۹۶ کسان کېږي په جبري توګه له پاکستانه ستنې کړای شوې او د طالبانو د کډوالو ریاست سره تر ثبتېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوې دي.

refugees (1)
له پاکستانه جبري راستنېدونکي کډوال

د کډوالۍ نړیوال سازمان

ورته مهال تېره ورځ د کډوالۍ نړۍوال سازمان ویلي و، د وروستیو شمېرو له مخې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ تر ۲۴مې پورې نږدې ۵۲۵۰۰۰ افغانان د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته راستانه شوي، چې ډېری یې بې اسناده وو.

دغه سازمان همدارنګه ویلي، چې د راپورونو له مخې د ۲۰۲۴کال په اپرېل کې د ستنېدونکو یوې بلې لړۍ لپاره چمتووالی نیسي.

تر دې وړاندې بیا پاکستانۍ رسنیو راپور ورکړی و، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۱۲مې نېټې له پاکستانه د ټولو ستنو شویو بې اسناده افغانانو شمېر تر ۵۱۳زرو او ۵۰۶ ته لوړ شو او په وینا یې د ستنېدو دغه لړۍ لاهم روانه ده.

له بل پلوه د طالبانو او پاکستان ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاوو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د پنجاب حکومت ته امر کړی، چې د اپرېل له ۱۵مې نېټې څخه د هغو افغان کډوالو د اېستلو لړۍ هم پیل کړي، چې د کډوالۍ ځانګړي اسناد لري.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button