Uncategorized

ولادیمیر پوټین: اوکراین دې له ۴ سیمو ځواګونه وباسي، روسیه به اوربند وکړي

د روسیې ولسمشر ویلي، په دې شرط اورند کوي چې اوکراین له څلورو سیمو خپل ځواکونه وباسي

مسکو دغه شرطونه ساده او اسان بللي، خو د نړیوال سیاست کارپوهان وايي، مسکو او متحدین به یې دغه ډول شرطونه ونه مني.

د کامبریج پوهنتون پروفیسور مارک بیلي وايي، روسیې داسې شرط وړاندې کړی چې کېدای له دغه شرطونو ناټو، اوکراین او غرب په شا شي.

د سولې لپاره د اوکراین له غوښتنو سره په ټکر کې د پوتین دا شرطونه د سویس د سولې کانفرانس په درشل کې دي چې مسکو ور بلل شوی نه دی.

روسیه له کومو سیمو د اوکرایني ځواکونو وتل غواړي؟

خو ولادیمیر پوتین نن په مسکو کې وویل، چې دا شرطونه ډېر ساده دي.

د رویټرز د راپور له مخې، هغه د خپلو شرطونو بیانولو سره وویل، چې کیف دې د اوکراین په ختیځ او سوېل کې خپل ټول ځواکونه، له دونڅک، لوهانسک، خرسون او زپروژیا نه وباسي.

هغه زیاته کړه: «که دوی په کیف کې په ډاګه کړي چې دې پرېکړې ته تیار دي، له دې سیمو د ځواکونو وتل پیل کړي او دا رسمي اعلان هم وکړي چې په ناټو کې نور غړیتوب نه غواړي، نو زموږ لوری به سملاسي ټیک په همغه شېبه کې د اوربند امر پلی او خبرې به پیل کړي.»

نور ولولئ: ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي

نور ولولئ: امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي

نوموړي بیا وویل. «زه تکراروم چې موږ به سملاسي همداسې وکړو، طبعا موږ به له دې سیمو د اوکرایني ځواکونو خوندي او بې خنډه وتل هم تضمین کړو.»

دا هم ولولئ:  شېخ رشید: نیوزیلینډ سره د کرکټ سیریز د بهرني سازش له امله لغوه شو
afghan (44)
اوکرایني ځواکونه

په جګړه کې د روسیې پرمختګ

روسیې پر اوکراین په برید سره په تېرو دریو کلونو کې د دغه هېواد پر پنځمه برخه خاوره ولکه کړې ده.

اوکراین وايي، په دې شرط سوله کوي چې روسي ځواکونه د دوی له سیمو ووځي او پر دې خاوره د کیف حاکمیت ومنل شي.

د ولادیمیر پوتین دا نوې خبرې د دې اونۍ وروستیو کې د سویس یا سوېزرلنډ د سولې کانفرنس په درشل کې دي، چې له ۹۰ د ډېرو هېوادونو او سازمانونو استازي پکې ګډون کوي.

د ایجنډا له مخې به په دې ناسته کې پر ځمکني ملکیت د خبرو پر ځای په اوکراین کې خوړو او اټومي خوندیتوب په هکله خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین په ځینو نیول شویو سیمو کې د روسیې د ټاکنو قانون اعلان کړ او ویې ویل چې دغه سیمې نور په روسیه پورې تړلي دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button