نړیوال خبرونه

ولسمشر غني دیو لوړپوري پلاوي په ملتیا ایران ته ورسېد

جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په تهران ښار کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهوررئیس ډاکتر سیدابراهیم رئیسي سره د یاد هیواد جمهوري ریاست مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ د همکاریو او اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړې.د ایران منتخب جمهوررئیس د افغانستان اسلامي جمهوري دولت څخه د ملاتړ په تداوم او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع پر کوښښونو ټینګار وکړ.

ډاکتر ابراهیم رئیسي وویل، د مشروع نظام او د افغانانو د حقونو او سولې پروسې ملاتړ کوم. ګاونډيان په ځانګړي ډول افغانستان زما په بهرني سیاست کې لوړمقام لري. اواوسمهال دافغانستان موقعت هم ډېر داهمیت وړ دی.

fb img 1628166326959

جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایران د همکاریو او مرستو په ځانګړي ډول په دغه هیواد کې د مېشت افغان کډوالو د کوربتوب مننه وکړه او پر ګډو اقتصادي همکاریو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د مناسباتوپر پراختیا یې ټینګار وکړ.

په پام کې ده چې جمهوررئیس غني به نن مازدیګر د ایران اسلامي جمهوریت د منتخب جمهوررئیس ډاکتر ابراهیم رئیسي د لوړې په مراسمو کې چې د اسلامي شورا ودانۍ کې ترسره کېږي، ګډون وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button