لوبې

ویسټ انډیز د پاکستان سفر ته د یوه ورځنیو لوبو لوبډله اعلان کړه

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د پاکستان سفر لپاره، چې د یوه ورځنیو لوبو لړۍ به ترسره کړي، ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د راپور له مخې، د پاکستان او ویسټ انډیز تر منځ د درې یوع ورځنیو لوبو لړۍ د پاکستان په کوربتوب په راولپنډۍ کې ترسره کېږي، چې د ویسټ انډیز د ۱۵ کسیزې لوبډلې مشري به نیکولاس پورن کوي.

همدا راز د ویسټ انډیز کرکټ بورډ شای هوپ د لوبډلې مرستیال کپتان ټاکلی او د لومړي ځل لپاره یې درې ځوان لوبغاړي هم په لوبډله کې شامل کړي دي.

نور یی ولوله | متقي: افغانستان به د نړۍ د زبرځواکو د سیالۍ مرکز نه شي

په اعلان شوې لوبډله کې نیکراما بونر، سمهارا بروکس، کارټې، عقیل حسین، الزاري جوسف، برینډن کینګ، سایمن لیویس، کایل مایرز، انډرسن فیلیپ، رومن پاول، جیډن سیلز، رومایرو شیفرډ او هیډن والش جونیر شامل دي.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ درې یو ورځنۍ لوبې په راولپنډۍ کې ترسره کیږي او شل اوریزې لوبې به د جون په ۸، ۱۰ او ۱۲ ترسره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button