نړۍ

ټرمپ له پوتین سره د اوکراین د کشالې په اړه ویني

اړوند خبرونه: 

ولادیمیر پوټین: اوکراین دې له ۴ سیمو ځواګونه وباسي، روسیه به اوربند وکړي

ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي

امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي

امریکايي رسنیو د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، ټاکل شوې چې د دوی ولسمشر، ډونالډ ټرمپ راتلونکې اوونۍ د روسیې له ولسمشر، ولادیمیر پوتین سره له نږدې وویني.

د رویټرز او نیویارک ټایمز په راپورونو کې ویل شوي چې ټرمپ به له پوتین سره تر دې کتنې وروسته د اوکراین له ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي سره هم په درې‌اړخیزه غونډه کې د اوکراین پر جګړې خبرې وکړي.

ویل کېږي چې دا به له ۲۰۲۱ وروسته د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لومړۍ مخامخ کتنه وي.

بلخوا د سپینې ماڼۍ ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې ټرمپ او پوتین به په دې مخامخ کتنه کې د اوکراین جګړې پر پایته‌‌رسولو خبرې او نظرونه تبادله کړي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر روسیې ته خبرداری ورکړی و چې پر اوکراین خپل بریدونه پایته ورسوي، ګېني مسکو به د واشنګټن له نویو بندیزونو سره مخ شي.

ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر د بندیزونو پر وړاندې «سرسخت» بللی و او ویلي وو چې هر ځل له پوتین سره د اوکراین جګړې د پایته‌رسولو لپاره یوې هوکړې ته نږدې شي، خو مسکو بیا پر کي‌یف بریدونه وکړي.

د امریکايي رسنیو په راپورونو کې همداراز ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتو وروسته د اوکراین جګړې د پایته‌‌رسولو لپاره هڅې پیل کړې، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه لیدل کېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button