سیمه ییز خبرونه

پاکستان؛ د بارانونو له امله په کې ۱۰ تنه وژل شوي

په پاکستان کې د شدیدو بارانونو او سیلابونو له امله ۱۰ تنه وژل شوي او ۷ ژوبل دي

د طبیعي ناورینونو د انتظام ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) د سېپتېمبر پر دریمه په یو خبرپاڼه کې ويلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د خيبر پښتونخوا په بر کوهستان کې د کمر پرېوتو او په ملاکنډ کې د تندر پرېوتو په پېښو کې د یو ماشوم په ګډون څلور کسان وژل شوي دي.

اداره داراز وايي چې په تېر شواروز کې له ورښتونو سره په تړلو پېښو کې په بلوچستان کې درې، په پنجاب کې دوه او په سيند کې يو کس وژل شوی دی.

اېن ډي اېم اې وايي چې په پاکستان کې د جولای له لومړۍ نېټې راهیسې د بارانونو پر مهال په پېښو او په سېلابونو کې د وژل شويو کسانو شمېر ۳۲۰ او د ژوبلو شمېر ۵۹۸ ته پورته شوی دی.

بارانونو او سیلابونو ځپلي سیمې

د ادارې په وينا، په هغه موده کې په پنجاب کې ۱۱۶، په خيبر پښتونخوا کې ۹۶، په سيند کې ۶۲، په بلوچستان کې ۳۴، د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې اته او د هېواد تر واک لاندې ګلګت بلتستان کې څلور کسان وژل شوي دي.

نور ولولئ: طالبان: هېواد کې سېلابونو ۳۳ کسان مړه او ۶۰۰ کورونه ویجاړ کړي

نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

دا ډول په هغه هېواد کې له ورښتونو سره په تړليو پېښو کې ۱،۱۷۹ څاروي وژل شوي او ۲۳،۸۷۰ کورونه په جزوي يا بشپړ توګه ويجاړ شوي دي.

په عین حال کې د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په لوړو یا غرییزو سیمو کې د سېپټېمبر تر پینځمې د نورو توپاني بارانونو وړاندوینه کړې ده.

مالي او ځاني زیانونه

له تېرو څو کلونو راهیسې د اوړي بارانونو په پاکستان کې په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند کې مالي او ځاني زیانونه اړولي دي. د جولای په میاشت کې د بارانونو پر مهال په بېلا بېلو پېښو او سېلابونو کې تر ۱۲۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر نیمايي پورې وي او تر هغې وروسته د بادرو (بادو هم بلل کېږي) پیلېږي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نمداره هواګانې د خیبر پښتونخوا او پاکستان نورو شمالي برخو ته ځي چې له امله یې هلته بارانونه کېږي. په ځینو وختونو کې هغه بارانونه د هېواد په جنوب کې هم کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button