اقتصاد او سوداګري

پاکستاني سوداګر د افغانستان او پاکستان تر منځ د شته خنډونو لرې کول غواړي

پاکستاني سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ په سوداګرۍ کې باید خنډونه لرې او پراختیا پیدا کړي

په فغانستان کې د هر دولت په راتګ اسلام اباد په سوداګرۍ کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړي او په دې برخه کې د دواړو خواوو د سوداګرو شکایتونه هم ډېر وي.

په لاهور کې د افغان او پاکستاني سوداګرو په ګډه ناسته کې د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټنیګار کړی او له افغان سوداګرو یې د سوداګرۍ د ودې لپاره د ګډو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې ده.

د سوادګرو لخوا پر ګډې سوداګرۍ ټینګار

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د لاهور د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر کاشف انور د خان جان الکوزي په مشرۍ د افغانستان د سوداګرۍ خونې له غړو او سوداګرو سره د لاهور په سوداګرۍ خونه کې ګډه ناسته ترسره کړې ده.

afghan (5)
انځور؛ د تورخم پر لار د لویو موټرو چلوونکي

د راپورونو له مخې، د لاهور د سوداګرۍ خونې مشر کاشف انور له افغان سوداګریز پلاوي سره په دغه ګډه ناسته کې له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو سوداګریزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نور ولولئ: له پاکستان سره د اړیکو خرابوالی؛ د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۶۵ سلنه کمښت راغلی

نور ولولئ: د افغانستان کانونه؛ قراردادونه یې شفاف او استخراج یې مسلکي نه دی

ښاغلي کاشف انور ویلي:« د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري ۵۲۲ مېلیون ډالره ده، چې د ښه کېدو لپاره یې ځای شته؛ که بانکي چېنلونه جوړ شي، د سوداګرۍ حجم څو چنده زیاتېدلی شي. د درملو، غالیو، وريجو، د موټرو پرزو او نورو برخو کې د سوداګریزو اړیکو د پراخولو احتمال شتون لري. د سوداګرۍ وزارت په دې وروستیو کې د بارټر سیسټم لپاره یو حکم صادر کړی، چې له مخې به یې دوه اړخیزه سوداګري وده وکړي.»

له پاکستان سره د سوداګرۍ زیاتېدو لېوالتیا

په دغې لیدنه کې د افغان سوداګرو پلاوي مشر خان جان الکوزي ویلي چې، له پاکستان سره د سوداګرۍ زیاتولو ته لېوال دي؛ ځکه دواړه هېوادونه اوس یو بل ته تر بل هر وخت زیاته اړتیا لري:« د دواړو هېوادونو تر منځ ۷۰ سلنه سوداګري د لاهور له لارې کېږي، چې له دې لارې افغانستان ته درمل، وريجې، د موټرو پرزې او نور توکي صادرېږي.»

پاکستاني سوداګرو ویلي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د تاریخي ټولنیزو او اقتصادي اړیکو سربېره، د دوه اړخیزو سوداګریزو حجم رېښتیني امکانات نه منعکسوي؛ نو د سوداګرۍ د ودې لپاره باید ګډ او کوټلي ګامونه پورته شي.

د یادونې وړ ده چې اسلام اباد په کراچۍ او ګوادر بندر کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button