Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

Uncategorized

پاکستان سره د امریکا مرستې

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکن د پاکستان د خوراکي توکو د خونديتوب دپاره د نورو لس ملينه ډالرو مرستو اعلان کړی دي. نوموړي دغه اعلان په واشنګټن کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري سره د ليدنې او دوه اړخيزه 75 کلنو اړیکو د دستورې په مهال کړی دی. 

د امریکا مرستې 

انتوني بلينکن ویلي، امریکې تراوسه پورې د پاکستان د سېلاب ځپلو دپاره د 56 ملينه ډالرو څخه زیاتې بشري مرستې کړي او د بېلابيلو مرستندويه توکو 17 الوتکې يې پاکستان ته لېږلي دي. نوموړي د پاکستان سره د خوراکي توکو د خونديتوب دپاره د لس ملینه ډالرو د مرستو اعلان کړی او ويلي يې دي، د دې مرستو سره به کرونده ګرو/ زميندارو ته د بحالۍ په لړ کې فوري سامانونه برابر کړی شي، چې پکې تخم، سره، او سېلابونو له امله د اوبه خور تباه شوی نظام سمول شامل دي.

نور یی ولوله | کانونو وزارت: د تړونونو په ورکړه کې کورنیو شرکتونو ته لومړیتوب ورکوو

نور یی ولوله | افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر شوي

د امریکا خارجه وزیر 

انتوني بلینکن د امریکې او پاکستان د 75 کالو په اړيکو خبرې کړي او ویلي يې دي امريکا به د پاکستان مرستې جاري ساتي او ورسره به ولاړه وي. نوموړي زیاته کړې “مونږ د نزدې نه په ګډه د ترهګرۍ ضد مبارزه کوو. مونږ د دوه لسيزو د جګړې وروسته د افغانستان په راتلونکې کې شريکه ونډه لرو. زمونږ اختلافات پاتې شوي خو پټ نه دي. خو مونږ شريک اهداف لرو په ټول افغانستان او ټول سيمه کې نور ثبات، نور امن او ازاد راتلونکی غواړو. مونږ به د دې دپاره په ګډه کار کوو او په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ښځو او جينکو د حقونو سره د بنيادي بشري حقونو دپاره به په ګډه کار کوو.

د بلاول سره خبرې

انتوني بلينکن ويلي، “مونږ د نن ورځې په بحثونو کې د هند سره د زمه واره اړيکو په اهميت هم خبرې وکړې او د خپلو همکارانو نه مې وغوښتل چې د چين سره هم د قرضونو د معافۍ او بيا رغونې په مسلو خبرې وکړي چې پاکستان د سېلابونو څخه په چټکتیا سره ووځي. د دې ترڅنګ مونږ د جمهوريت د ژمنو پوره کولو په توګه مذهبي ازادۍ، عقیدې او د اظهارې راې ازادۍ ته د احترام لرلو په اړه هم بحث وکړو “.

په دغه موقع د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري وويل، “پاکستان دا وخت د قدرتي افت او تباهۍ سره مخ دی. د جون نه تر اګست پورې پرله پسې بارانونه شوي او چې بارانونه ودرېدل په لسګونو کلوميټره اوبه ولاړې وې. هغه زیاته کړې “درېمه برخه پاکستان د اوبو لاندې دی او 33 ملينه خلک اغېزمن شوي چې پکې 16 ملينه ماشومان دي او تراوسه پورې 1600 کسان مړه شوي چې درېمه برخه يې ماشومان دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button