سیمه ییز خبرونه

پاکستان کې اوسنی وضعیت؛ د وسله‌والو بریدونه او د بلوچو احتجاج

پاکستان کې امنیتي او سیاسي وضعیت په دې وروستیو کې بد لور ته روان دی او ورځ تر بلې پسې خرابېږي

پاکستان کې بلوچ ملتپال د پاکستاني ریاست لخوا د بې عدالتیو، ناانصافیو او ورکو زلمو لپاره احتجاج پیل کړی چې دغه احتجاج ورځ تر بلې پراخېږي او هره ورځ ورسره نوي بلوچ زلمي او پیغلي ورسره یو ځای کېږي.

په تربت، پنجګور او د مکران په نورو ښارونو کې د سیاسي کارکوونکو او زده‌کړیالانو د جبري لادرکه کولو او غیر عدالتي وژنو پرضد احتجاجونه دوام لري.

gdup0cmbwaaevd7
انځور؛ د ماشوم په لاس کې شعار دی چې د بلوڅو ورک شوي بېرته راپیدا کړئ.

د پنجګور احتجاجي جلسه د بلوچ يکجهتي کميټې له‌خوا رابلل شوې وه.

په دغو احتجاجونو کې څوک شامل دي؟

په لاریونوالو کې ګن شمېر سياسي کارکوونکي، زده‌کړیالان، ښځې او ماشومان هم شامل وو. لاریونوال په جاويد شهيد چوک کې راغونډ شوي وو او بيا د ښار بېلابېلو واټونو ته ووتل او د حکومت پر ضد یې شعار ورکول.

د ورکو شویو بلوڅانو د کورنۍ غړو ويل، چې حکومت په خپله د اساسي قانون د بشري حقونو اړونده ماده تر پښو لاندې کوي.

نور ولولئ: پاکستان کې یوه جومات ته نژدې برید شاوخوا ۵۲ تنه وژلي دي

نور ولولئ: پر پاکستاني پوځ برید کې پوځ ته مرګ ژوبله اوښتي ده

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

ويناوالو وويل:« د حکومت له‌خوا کارول شوي تاکتيکونه نه شي کولای د بلوڅانو غږ ټپ کړي، ځکه چې دوی نه يوازې د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي؛ بلکې غواړي چې د خپلو ورکو شويو عزيزانو ژوند هم خوندي کړي.»

په پاکستان کې پر امنيتي ادارو د وسله‌والو بریدونه

د پاکستان پر امنیتي ادارو وسله‌وال بریدونه، بمي چاودنې او ځانمرګي بریدونه زیات شوي دي. وروستی برید یې په خیبر پښتونخوا کوهاټ سیمه کې دی. د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې وسله‌والو د لاچي په ټول پلازه برید کړی، چې له امله یې د ۳ پولیسو په ګډون ۴ تنه وژل شوي دي.

baloch2
انځور؛ د پاکستانیو پولیسو موټر چې د برید ښکار شوی دی.

په لاچي کې یوه پولس افسر رسنیو ته وویل:« وسله‌والو په دغه برید کې پرمختللې وسلې کارولې دي

هغه زیاته کړه:« هغوی لومړی لاسي بم وغورځاوه او بیا یې د ټول پلازې څخه پیسې غلا کړې.»

دغه بريد تېره ورځ ناوخته شوی و.

د ټاکنو په درشل کې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو په تېره بیا په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تاوتریخوالي نوې څپه پیل شوې او ټاکنو ته په رانږدې کېدو سره دغه تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی.

تر دې وړاندې د دغه هېواد مشرانو جرګې غوښتنه کړې وه، چې د ناامنیو له امله دې ټاکنې وځنډول شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان سیاسي او امنیتي ثبات ورځ تر بلې خراب لور ته ځي او له همدې امله یې امنیتي ادارې له اضطراب سره مخامخ دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button