سیمه

پاکستان کې د ‘پي ټي ایم’ لسګونو غړو نیونې غبرګونونه راپارولي

له پرون راهیسې د پاکستان پوځ له لوري د پي ټي ایم د غړو نیونې غندل شوي دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام آباد کې د تېرې جمعې ورځې له ترسره شوي لاریون وروسته د خپلو لسګونو غړیو د نیول کېدو خبر ورکوي چې په کې څو مشهورې څېرې هم شاملې دي.

په نیول شویو کسانو کې د بشري حقونو یوه مخکښه فعاله ایمان زینب مزاري او مخکښ سیاستوال او د قامي اسامبلې پخوانی غړی علي وزیر شامل دي.

دوی پرون یکشنبې وروسته له هغې ونیول شول چې د تېرې جمعې په ورځ یې په اسلام آباد کې په یوه لاریون کې ګډون او ویناوې وکړې.

ایمان زینب مزارۍ د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د ګوند د غړې او د بشري حقونو د پخوانۍ وزیري شیرین مزاري لور ده.

د ایمان زینب مزارۍ مدافع وکیله

د زینب جنجوا په نوم یوې مدافع وکیلې فرانس پرېس خبري آژانس ته وویل چې دواړه فعالان پرون یکشنبې د اسلام آباد په یوه محکمه کې راڅرګند شول او د تروریزم ضد قانون لاندې یوه دوسیه کې په توقیف کې پاتې شول.

د محکمې په یوه سند کې چې یوه کاپي یې دې آژانس لیدلې، د پاکستان پولیسو ویلي چې دوی له جدي تورونو سره مخامخ دي، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

نور ولولئ: د تحریک انصاف ګوند پخواني مشر نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

د پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې د تېرې جمعې ورځې له ترسره شوي لاریون وروسته یې په لسګونو غړي نیول شوي دي.

په ترسره شوي لاریون کې راټول شوي خلک

په دغه لاریون کې چې د راپورونو له مخې تر درې زره پورې کسانو ګډون کړی وو، مېرمن مزاري او علي وزیر دواړو په خپلو ویناوو کې د پښتنو ځورونه وغندله او خپلو کورونو ته یې د نیول شویو کسانو د بېرته ستنولو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون پرون یکشنبې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه نیونې د نه منلو وړ بللي او ویلې یې دي چې دا د بیان او د غونډو جوړولو لپاره د خلکو د حق پر وړاندې د دولتي تاوتریخوالي یوه ښکاره بېلګه ده او پر دغې تګلارې یې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د بشري حقونو پخوانۍ وزیرې شرین مزاري ویلي چې پولیسو یې لور د خوب په جامو کې بوتله او زیاته یې کړه چې پولیسو د هغې د نیولو لپاره نه امر ورښکاره کړ او نه یې هم لور ته اجازه ورکړه چې خپلې جامې بدلې کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button