نړۍ

پر اوکراین د روسیې تازه بریدونه؛ ۹ کسان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي

اړوند خبرونه: 

ولادیمیر پوټین: اوکراین دې له ۴ سیمو ځواګونه وباسي، روسیه به اوربند وکړي

ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي

امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي

نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د روسیې یوه بې پیلوټه الوتکه د اوکراین په مرکزي برخه کې د «دنیپروپتروفسک» په سیمه کې د کارګرانو په لېږدونکي موټر غورځېدلې، چې له امله یې نهه کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، نن سهار (چهارشنبه، د اپرېل ۲۳مه) د روسیې یوې بې پیلوټه الوتکې د اوکراین په مرکزي برخه کې د دنیپروپتروفسک سیمې په مارهانتس ښار کې د کارګرانو په لېږدونکي بس برید وکړ، چې لږترلږه نهه کسان یې ووژل.

د دنیپروپتروفسک سیمې والي، سرهي لیساک، د پیښې انځورونه په ټیلیګرام کې خپاره کړل، خبر یې تایید کړ او اعلان یې وکړ چې په سیمه کې د روسیې د ډرون پراخو بریدونو لږترلږه ۳۰ کسان ټپیان کړي دي.

برید هغه مهال وشو کله چې بس کارګران د دوی د کار ځای ته لېږدول. خپاره شوي انځورونه د پیښې په ځای کې پراخه ویجاړي او اور ښیي. د ځايي چارواکو په وینا، د ځینو ټپیانو حالت نازک دی او د ژغورنې عملیات لاهم روان دي.

د نیپروپیتروسک سیمې والي وویل چې دا بریدونه په اوکراین کې د ملکي زیربناوو او استوګنې سیمو باندې د روسیې د ډرون بریدونو د نوې څپې یوه برخه ده.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې “روسیه د دې بریدونو په دوام سره د نړیوالې سولې هڅې ملنډې وهي.”

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button