په زړه پورې

پر بدن د مینې اغېزې؛ نوې څېړنه د مینې او انساني احساساتو اړیکه څرګندوي

پر بدن د مینې اغېزې؛ د فنلنډ د الټو پوهنتون څېړنه ښيي چې انسانان د مینې ۲۷ ډولونه د بدن په بېلابېلو برخو کې احساسوي او شدت یې توپیر لري.

د فنلنډ د الټو پوهنتون یوې څېړنې ښودلې چې انسانان د مینې بېلابېل ډولونه نه یوازې په ذهن کې احساسوي، بلکې د بدن په مختلفو برخو کې یې هم تجربه کوي.

څېړونکو د پر بدن د مینې اغېزې د معلومولو لپاره له سلګونو کسانو معلومات راټول کړي او د مینې له بېلابېلو ډولونو سره تړلي بدني احساسات یې څېړلي دي.

په دې څېړنه کې د مینې ۲۷ ډولونه ارزول شوي چې رومانتيکه مینه، د مور او پلار مینه، له ملګرو سره مینه، له طبیعت سره مینه او له ځان سره مینه پکې شاملې دي.

4fbd9416 13f8 4fe1 9ade fb87c0252f7e

د څېړنې موخه دا وه چې معلومه کړي انسانان د مینې هر ډول د بدن په کومه برخه کې احساسوي او د دغو احساساتو شدت څومره توپیر لري.

پر بدن د مینې اغېزې څنګه احساسېږي؟

څېړونکو د سروې له ګډونوالو غوښتي وو چې د انسان د بدن پر انځور هغه برخې په نښه کړي چې د مینې احساس پکې تجربه کوي.

له ګډونوالو دا پوښتنه هم شوې وه چې دغه احساسات څومره پیاوړي او خوندور دي او له رواني حالت سره یې څه اړیکه لري.

د څېړنې پایلو ښودلې چې د مینې بېلابېل ډولونه په بدن کې یو شان نه احساسېږي.

ځینو ګډونوالو ویلي چې مینه په سینه کې احساسوي، خو نورو بیا د بدن په ګڼو برخو کې د مینې د احساس یادونه کړې ده.

487ae382 99e7 4f0d 8278 aa810e89a4eb 1

څېړونکو موندلې چې د مینې پیاوړي ډولونه عموماً د بدن په پراخو برخو کې احساسېږي، په داسې حال کې چې کمزوري احساسات په محدودو برخو کې څرګندېږي.

د مینې او ذهن ترمنځ څه اړیکه شته؟

د څېړنې له ګډونوالو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د مینې د بدني او رواني احساساتو ترمنځ اړیکه لیدل شوې ده.

د څېړنې له لیکوالانو څخه پارټیلي ریني ویلي، هغه مینه چې انسان یې په بدن کې په شدت احساسوي، عموماً په ذهن کې هم پیاوړی او خوندور احساس ورسره مل وي.

د هغه په وینا، له نږدې کسانو سره مینه تر ډېره د بدن په پراخو برخو کې احساسېږي، خو د مینې نور ډولونه ښايي بېلابېلې تجربې ولري.

څېړونکو ویلي، پر بدن د مینې اغېزې د انسانانو د شخصي تجربو، اړیکو او کلتوري چاپېریال له مخې هم توپیر کولی شي.

دوی د بېلګې په توګه یادونه کړې چې په بېلابېلو ټولنو کې مذهبي باورونه او کورنۍ اړیکې د مینې د احساس پر شدت اغېز لرلی شي.

4fbd9416 13f8 4fe1 9ade fb87c0252f7e 1

خو څېړونکو ټینګار کړی چې د دې موضوع د لا ښه پوهېدو لپاره نورو څېړنو ته اړتیا ده.

د یادونې وړ ده چې دا څېړنه د ګډونوالو د شخصي احساساتو پر بنسټ ترسره شوې ده؛ له همدې امله یې پایلې په مستقیم ډول دا نه ثابتوي چې مینه د بدن د غړو فعالیت ښه کوي یا د ناروغیو درملنه کوي. پر بدن د مینې اغېزې پر بدن د مینې اغېزې

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button