ژوند او ټولنه

په ناشته کې دا خوراکي توکي استعمال کړئ او د شکرې ناروغۍ خطر کم کړئ

څېړنې ښیي چې د شکرې ناروغي ټوله نړۍ لکه د وبا په څېر رانېولې، خو که چېرته د سهار په ناشته یا سباناري کې غوره غذایي توکي استعمال کړو، نو دغه ناروغي قابو کولی شو.

ډاکټر لورین هاریس، چې د شکرې ناروغۍ متخصصه او د څو کتابونو لیکواله ده، وايي چې د فایبر، پروټین او متوازنه غذا په خوراک کې شاملول خورا ګټور دي.

نور یی ولوله | د افغانستان په لوېديځ کې زلزلې “مرګژوبله” اړولې

نوموړې وايي، د سهار په ناشته کې پروتین لرونکي مستو کې د بشپړې غلې خوړل ډېره ګټه لري. دا په ځانګړي توګه د شکرې ناروغانو لپاره ګټور تمامېږي. د دې جادویي تاثیر د ورځې په اوږدو کې د وینې شکر نورمال ساتي.

د نړۍ د اکثرو خلکو لپاره اړینه ده چې د ورځې له ۲۵ تر ۳۸ ګرامه فایبر وخوري، دا د شکرې په هضمولو کې مرسته کوي او په بدن کې د انسولینو تولید هم زیاتوي. په دې توګه د شکرې مخنیوی کوي.

د مستو سره د جوارو ګډ خوراک د پروټین اړتیا پوره کوي اړ د سهار په وخت کې بدن ته انرژي چمتو کوي. د ممپلیو غوړ هم ښه وي، خو له بورې ډډه وکړئ او د چارمغزو غوړ هم ګټور وي، ځکه چې دا د اومیګا تري شحمي اسیدونه لري.

د دې ترڅنګ د ممپلیو، بادام، پسته او چامغزو خوړل هم ښې اغېزې لري. دا ټول حبوبات انټي اکسیډنټ لري چې د انسولین اغیزمنتوب زیاتوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button