ژوندسات تيريسفر خبرونه

په نړۍ کې د برجونو اهميت او توريستي ارزښت په ډیریدو دی

له ایفل او خليفه برج وروسته په ایټالیا کې د روم پيزا برج هغه دی چې زيات سيلانيان لري

دا برج چې د خپل کوږوالي له امله مشهور دی راځئ په اړه یې په دې لیکنه کې لا نور مالومات ولولو:

د پيزا برج د ايټاليا له ناقوس کليسايي برجونو څخه دی چې د ايټاليا په پيزا ايالت کې جوړ شوی دی. د دغه برج داخلي برخه تشه ده او د اوسیدو وړ نه دی.

د نوموړي برج د جوړيدو کار په ۱۱۷۳ ميلادي کې د هغه د پايو ځای پر ځای کولو سره سم پيل شو او وروسته يې ديوالونه هم آباد شول خو د ودانۍ درې پوړيز جوړښت له بشپړیدو وروسته يې انجينران درز ته متوجه شول.

دغه برج د ۱۴۵۰۰ ټنه وزن په درلودلو سره په داسې پايو ولاړ دی چې د دريو مترو په ژوروالي سره ورته جوړې شوې دي او ريګي او سليټي بسنټونه لري.

نور ولولئ: په دوبۍ کې د لیدو لپاره غوره ځای

انجينران وروسته له دې چې درز يې پکې وموند دوی يې ارتفاع په مايله بڼه ور زياته کړه.

دا چې له لوی درز سره-سره بيا هم دغه برج ونه نړيد څو لاملونه يې درلودل

۱- د دغه برج د جوړولو کار ۱۹۹ کالونه ونيول او دا چې کارونه به يې ډېر وخت دريدلي وو خاورې يې درز ته ورغلې او ونه نړيد.

۲- په دغه برج کې خاوره ډېره کاريدله ده له همدې امله یې د څلورو زلزلو په مقابل کې مقاومت وکړ.

کله چې انجينرانو د دغه برج د ثقل مرکز اندازه کړ د درز درجه يې ۵٫۴۴ ته رسيدلي وه نو ځکه يې د کارونو لړۍ ودروله. دغه برج په ۱۹۹۰ کال کې د ليدونکو پر وړاندې وتړل شو ځکه چې د درز درجه يې ۵٫۵ ته رسيدلې وه خو بيا هم ونه نړيد.

هغه کوښښونه څو د دغه برج له نړيدو مخنيوی وکړي

د برج شاوخوا يې په ځمکه کې ۴۰ متره ژور ځايونه ورته وکيندل او په لويو وسپنيزو کيبلونو يې وتاړه.

مايع نايتروجن يې شاوخوا ورته په ځمکه کې واچاوه چې د اوبو د يخ کېدلو سبب شو، په پايله کې یې ځمکه کلکه شوه او د درز د لويېدو مخه يې ونيوله.

نور ولولئ: افغاني سیاحتي ځایونه چې تاسو یې باید په 2023 کې لیدنه وکړئ

په ټوله کې ۳۶۱ ژور ځايونه يې شاوخوا وکيندل شول او ۹۰ ټنه سمنټ پکې واچول شول چې د برج د لا کږیدو مخه يې ونيوله.

انجينرانو په وروستيو کې کولی شول درز ټول پټ کړي خو دا کار يې د دغه برج د اهمیت له امله چې په همدې خاطر مشهور شوی و ونه کړ.

له ډېرو څيړنو وروسته برج بيا د ليدونکو او سيلانيانو په مخ پرانستل شو او ثابته شوه چې ۳۰۰ کلونه نور هم نه نړیږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button