سات تيري

په کاینتاتو کې جالبې پېښې

دا ځل مو وپتیله چې تاسو ته په کایناتو کې د ځینو جالبو پېښو په اړه معلومات درکړو

کاینات د الله عزوجل د پېژندلو او یقین پخولو لپاره خورا هغه دنیا ده چې د انسان له عقله لرې او ادارو کوونکی یې یوازې زموږ رب دی.

په کایناتو کې ځینې ډېرې جالبې پېښې رامنځته شوي دي، چې وروسته بیا ساینسپوهانو رااخیستي او بحثونه یې ورباندې کړي دي.

موږ هڅه کوو تر څو په دې وړه لیکنه کې تاسو ته په ډاګه کړو چې په کایناتو کې څه او څه ډول پېښېږي.

دا ډول پېښې کېدای شي ځینو ته مهمې نه وي، خو ځینې خلک بیا خوند ترې اخلي.

د میسیه ۸۲ سوپر نووا چاودنه

مسیه ۸۲ سګرېټ ته ورته شکل کهکشان دی چې ۱۱ میلیونه نوري کاله له موږ لرې په لوی دب کې پروت دی. مسیه ۸۲ د ۲۰۱۴ کال د جنورۍ په ۲۱مه په لندن کې د ستورپوهنې پوهنځي محصلانو ۲۷ کاله وروسته ولیده او له دغه سیارې یې انځورونه واخیستل.

نور ولولئ: داسې مخلوقات او تمدونونه شته چې کېدای شي انسانان ورسره اړیکه ونیولی شي

نور ولولئ: په زړه پورې کاینات؛ جیمز ویب د یوه لرې ستوري ښکلا ښيي

محصلانو اخیستل شوي انځورونه له پخوانیو سره پرتله کړل او بالاخره یې وموندله چې له مسیه ۸۲ نوی، ښایسته او ځلېدونکی ستوری د کایناتو نړۍ ته راغلی دی. دوی دغه نوی ستوری د (سوپرنووا) په نوم یاد کړ. له نوي سوپر نووا مخکې سیګار ته ورته سیاره یا مسیه په ۱۹۸۷ کال کې د ستورپوهانو له خوا کشف شوي وه.

afghan (44)
په مریخ کې د سپوږمۍ راپورته کېدل

په مریخ کې د سپوږمۍ راپورته کېدل

کله چې سپورمۍ سر وهي او راخیژي نو د ځمکې پر مخ مېشت بشر یې ویني او ننداره یې کوي. سپوږمۍ یوازې دا نه ده چې د ځمکې په کره کې سر راپورته کوي، بلکې په نورو سیارو کې هم راپورته کېږي چې موږ یې د اوسنۍ ټکنالوژۍ پر مټ ننداره کولی شو.

د ۲۰۱۳ کال د جون په ۲۸مه، د مریخ کیوریوستی روور کار وکړ، د مریخ سپوږمۍ فوبوس د افق څخه پورته د مریخ اسمان ته پورته شو او یوه ویډیو یې ثبت کړه. په ویډیو کې د مریخ د سپوږمۍ ۲۷ دقیقې ښیي چې په ۳۰ ثانیو کې لیدل کېږي، یوه جالبه ویډیو او صحنه ده. که څه هم د کمرې په لینز کې ګډوډي ده، خو دا ننداره دومره جالبه ده چې انسان حیرانوي، ځکه سپوږمۍ لیدل کېيږي چې د مریخ له پاسه راخیژي. پر مریخ د سپوږمۍ راختل دومره خوندور نه دي لکه د ځمکې په کره کې چې ښکاري، خو د انسان لپاره جالبه وي چې دا ډول نوي پېښې په کایناتو کې ګوري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button