په کور کې د کولېسټرول یا وینې غوړ د کنټرولولو ۵ اسانې لارې

هغه کسان چې د وینې کولېسټرول لري، کولی چې دغه ۵ طریقې وکاروي
د هر انسان بدن ښه او بد کولېسټرول لري. خو هر بدن ښه کولېسټرولو ته اړتیا لري، نه بدو ته. ښه کولېسټرول د ویټامینونو په تولید کې رول لوبوي. لوړ کولېسټرول کولی شي چې ستاسو په رګونو کې ستونزې پیدا کړي او ستاسو د زړه د حملې سبب شي. خبره نه اوږدوو، راځو هغو ۵ لارو ته چې تاسو یې په کارولو خپل کولېسټرول کنټرولولی شی.
د کولېسټرولو کتل او مهموالی
تاسو لومړی د وینې کولېسټرول معاینه کړئ، ځکه تاسو باید پوه شی چې په وینه کې به مو دغه ماده ډېره شوي نه وي. که تاسو د کولېسټرولو په باره کې معلومات ولرئ، نو کولی شئ چې تدابیر مو لا ښه شي.
په بدن کې کولېسټرول خورا مهم دي، ځکه دوی د حجرو په تولید کې برخه اخلي، خو که بیا پورته تللي و، نو همدا حجرې تخریبوي او د زړه رګونه بندوي.
کورنۍ درملنه
۱. که تاسې د وینې غوړ لرئ، نو ګشنیز یا دڼیا وچه کړئ او بیا د ګشنیزو د تخم اوبه وڅښئ. ډېر ساینسي څېړنو دغه چاره غوره بللي ده او ټینګار یې کړی چې په کورنۍ درملنه کې کار ترې واخلئ.
نور ولولئ: ۸ هغه عام خواړه چې الرجي لري
نور ولولئ: هغه خواړه چې د مور شیدي ډېروي
تاسو د ګشنیز د تخم اوبه سهار وختي وڅښئ او ددې څښل به ستاسو د ګټورو کولېسټرولو کچه پورته ویسي. کله چې تاسو دغه کورني درمل کاروئ، نو د ګشنیزو تخم د شپې لخوا په جوش اوبو کې واچوئ او سهار ته راویښ شوی نو په سر یې واړوئ.

۲. په خپلو خوړو کې تورمر یا زردچوبه زیاته کړئ
تورمر ستاسو په شریانونو کې پاکولو کې مرسته کوي. دا د خپل انټي باکتریایي ملکیتونو لپاره هم اړین بلل کیږي او توصیه کېږي. ستاسو په خوړو او سبزیجاتو کې د تورمر اضافه کول کولی شي د کولیسټرول کمولو کې مرسته وکړي.
که غواړی چې ګټوره پایله تر لاسه کړئ، نو تورمر ماخستن مهال له خوب مخکې په یو ګیلاس شیدو کې واچوئ او بیا یې وڅښئ.

۳. خامه آملا وخورئ یا یې جوس وڅښئ
هره ورځ د یوې یا دوه املا میوې خوړل ستاسو په بدن کې د خراب کولیسټرول کچه د پام وړ کموي. دا د کولیسټرول یو له غوره کورنیو درملو څخه دی او په ویټامین سي کې هم بډای دی. دا د بدن د نسجونو ترمیم او بیا رامینځته کولو کې هم مرسته کوي.

۴. شین چای وڅښئ
هره ورځ یو یا دوه پیالې شین چای څښل د کولیسټرول لوړ کنټرول کې مرسته کوي. په شین چای کې موجود انټي اکسیډنټ په بدن کې د خراب کولیسټرول کچې محدودولو کې خورا مرسته کوي او تاسو احساس ډېر فعال ساتي.

۵. ډیر محلول فایبر وخورئ
اوړه، د وریجو جوس، لیمویي مېوې، مڼې، سټرابري، نخود، ټول حبوبات او تخمونه په لوړه کچه محلول فایبر لري. نو که چېرې کولېسټرول لرونکي کسان دغه وخوري، نو ددوی د وینې جریان ته به دې خرابو کولېسټرولو له داخلېدو مخنیوی وشي.

په اخر کې در یادوو چې له ډېرو غوړو خوړلو، د غوښې، بورې او هغه خوړو ځان وساتئ چې د کولېسټرول په لوړولو کې رول لري.