ژوند

د انسان په حافظه او عمر زیاتېدو کې د شین چای رول

یوه نوي څېړنې د انسان په حافظه او عمر زیاتېدو کې د شین چای رول په ډاګه کړی دی

دغه تازه څېړنه وايي چې د شین چای منظم څښل د انسان حافظه قوي کوي او د هغه په عمر زیاتېدو کې هم مرسته کوي.

د یو تحقیق په اساس هغه کسان چې په اوونۍ کې حد اقل درې ګیلاس شین چای څښي، د هغو خلکو په پرتله په خپګان کم اخته کېږي، چې هېڅ چای نه څښي.

مثبت او منفي احساسات کومې ګټې او زیانونه لري

د یوې طبي څېړنې په اساس، د شین چای منظم څښل حافظه قوي کوي، د انسان طبیعت ښه کوي او ورسره د عمر ډېرېدو سبب هم کېدای شي.

پر هغو انسانانو څېړنه کېږي چې ډېر شین چای څښي

په دغه نوي تحقیق کې د جاپان د اوکیناوا جزیرې په اوسېدونکو تمرکز شوی دی، د دغې جزیرې اوسېدونکي ډېر عمر کوي او له همدې کبله دا سیمه «د نه پناه کېدونکو ځمکه» یادېږي.

brain

مخکې داسې فکر کېده چې د دغې جزیرې د اوسېدونکو د عمر د زیاتوالي یو علت د دوی ورځني خواړه دي، خو د جزیرې خلک شین چای، چې د یاسمین ګل هم په کې اچول شوی وي، ډېر څښي او ډېر یې خوښوي.

نور ولولئ: مېټا هم د (چټ جي پي ټي) سیال معرفي کوي

نور ولولئ: آیا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو د دندو ځای ونيسي؟

نور ولولئ: ولې زموږ په مغزو کې بوی او حافظه له یو او بل سره قوي اړیکه ؟

محققان وايي چې په شین چای کې کافیین، تیانین، ارجینین او اپلی ګالوکاتوکین مواد شته، چې د انسان د طبیعت او مزاج د ښه کېدو سبب کېږي او د سرطان او التهاب ضد تاثیرات هم لري.

د یو بل تحقیق له مخې په شین چای کې د مانتي اوکسیدانت کتیکین ماده هم شته، چې د بدن د حجرو د تخریب مخه نیسي او بالاخره د عمر د زیاتېدو لامل ګرځي.

د نويو تحقیقاتو په اساس چې په ۲۰۲۲ کال کې شوي، شین چای داسې مواد هم لري چې د انسان د چاق کېدو مخه هم نیسي.

په شین چای کې د سرطان ضد ماده

په ۲۰۲۰ کال کې چې کوم طبي تحقیقات شوي، ښکاره کوي چې په شین چای کې د سرطان ضد مواد هم شته، په خاص ډول د ښځو د تخمدان او د سږو د سرطان ضد مواد.

د یو بل تحقیق له مخې چې په ۲۰۱۸ کال کې شوی، وايي هغه کسان چې په اوونۍ کې حد اقل درې ګیلاس شین چای څښي، د هغو خلکو په پرتله په ژور خپګان کم اخته کېږي، چې هېڅ چای نه څښي.

brain2

همدغه راز تحقیقاتو ښودلې ده چې په شین چای کې کم کافیین موجود دي او همدغه راز تانین او امینواسید هم لري چې د ژور خپګان او اضطراب په مخنیوي کې رول لري. د دې تر څنګ د مغزو او حافظې په تقویت کې هم مرسته کوي.

شین چای د التهاب ضد ماده هم لري. څېړنو ښودلې ده چې په شین چای کې موجود فلاوونایډ د مغزو د حجرو په وده کې هم مرسته کوي او د پزې انساج هم سالم ساتي، په دې کار سره د پزې سوزش/سوخت له منځه وړي او د فشار منفي اغیزې هم لرې کوي.

خو دا هغه څېړنه ده چې لا نورو طبو ټولنو نه ده تایید کړې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button