نړۍ خبرونه

پوتين وايي داعش د افغانستان شمال کې راټولیږی

 روسیه روسیه

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وويل چې د داعش سلګونه جنګيالي د افغانستان شمال کې راټولیږی چې موخه يې د کډوالۍ په پلمه د مرکزي آسيا جمهوريتونو ته ورتګ دی زموږ د استخبارتو له مخې د افغانستان شمال کې

يوازې د داعش د غړو شمېر تقريبا ۲۰۰۰ وګړو  ته رسيږي دغه خبره د روسيې ولسمشر د پخواني شوروي د هېوادونو له مشرانو سره په ويډيويي کنفرانس کې وکړه.پوتين د روانې اوونۍ په جریان   کې هم د عراق او سوريې له مجربو داعشي جنګياليو څخه خبرداری ورکړ چې افغانستان ته مخه کوي.

افغانستان,طالبان,روسیه,پوتین,شمالی,جاګیالی

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت ويلي طمع  لري چې طالبان به له دغه ګواښ سره وړ  چلند وکړي. پوتين دا هم وويل چې د داعش مشران په افغانستان کې غواړي د دغې ډلې نفوذ   په مرکزي آسيا کې تضمين کړي څو مذهبي او خونړی جنګ ته لاره هواره وی  مسکو دغه سيمه د خپل نفوذ ساحه بولي

ا هم ولولئ | اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي

پوتين د مرکزي آسيا هېوادونو له مشرانو سره په غونډه کې چې ځينې يې له افغانستان سره ګډه پولي لري، وويل  تروريستان  کوشش  کوي چې د فدراسيون خاورې ته داخل شي، چې د نورو تر څنګ ځانونه کډوال معرفي کوي طالبان چې د اګست په نيمايي کې يې حکومت واکمن شو  غواړی چه نړیوال په رسمیت  وپیژنی. پوتين بيا دا هم وويل چې د طالبانو په رسميت پېژندلو کې بايد بيړه ونه شي خو زياته يې کړه چې موږ پوهيږو چې له هغوی سره بايد چلن وکړو

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button