Uncategorized

څنګه له سختو حالاتو سره مقابله زده کړو؟

کله چې له سختو حالاتو سره مقابله زده کړی، نو بیا ژوند درته اسانه کېږي

هغو شیانو پسې مه ګرځئ چې ستاسو له واک وتلي وي

تر ټولو اړینه خبره ستاسو لپاره په لومړي سر کي دا ده، چي تاسو حقیقتونه ومنی، یاني تاسو دا ومنی، چي تاسو واقعآ هم په سختو شرایطو کي یاست او ددې شرایطو څخه د وتلو په هڅه کي یاست، ویل اسانه دي، خو ددې خبري منل، چي تاسو رښتیا هم په کږلېچو او کړېدلو ورځو کي راګیر یاست، ستاسو د سختیو او ناخوالو وروستی پړاو دی. د دا ډول شرایطو څخه د وتلو لپاره که چیري تاسو د یو ارواپوه او یا هم هر هغه څوک چي د سختو ورځو څخه تېر سوی وي مراجعه وکړی ستاسو لپاره به ډېر ګټور وي.

نور ولولئ: د سردرد ښه کېدو لپاره ځینې لارې

خپلو دردونو او غمونو حس ته وخت ورکړئ

مرګ هم داسي ځانګړی حق نه لري، چي ستاسو غم او تشویش کولو ته حقوقي بڼه ورکړي، ولي خو د یو نژدي خپل، ملګري، کورنی غړی او یا هر هغه څوک چي تاسو ته نژدي وي مرګ يي ستاسو د خفګان لامل کيږي، خو په داسي شرایطو کي ځانته اجازه ورکړی، غم وکړي، خواشیني وکړي، لېونتوب وکړي، چغي ووهي، ددې هرڅه څخه وروسته به تاسو خپل ځان ارام احساس کړی، درد به مو کم سي، خپل رښتنی ځواک به مو پېژندلی وي او بالاخره به تاسو خپل ټول ځان درک او حس کړی وي، خو  په یاد ولرئ، چي ستاسو د بریالیتوب سفر هم له همدي ځایه پيل کيږي او باید د خپل راتلونکي هر قدم په ډېر دقت سره واخلئ.

له نورو مرسته غوښتلو کې زړور اوسئ

د ښاغلي راجرز په یو تلویزیوني ډرامه کي یوه صحنه ده، چي راجرز د یوې خیمۍ پر درولو تقریبآ یوه دقیقه زور وهي، خو خیمه ونسي درولای، وروسته وايي ددې خېمې د درولو لپاره د دوه ځوانانو اړتیا ده، ملګري يي ورته وايي، چي د خېمې درولو صحنه به کامره کي نه راولو او یا بي د سیریز د فلم کولو ترمخه ودروو، خو ښاغلی وايي، چي نه، ځکه ددې څخه به ماشومان دا زده کړي، چي ځوانان او بالغ اشخاص هم مرستي ته اړتیا لري.

ځوانان که هرڅومره هم غښتلي او تکړه وي، په ژوند اړتیا لري، چي دې خبري ته غوږ ونیسي او درک يي کړي، چي دوی هم مرستي ته اړتیا پيدا کوي.

غښتلی او تکړه اوسېدل دا مانا نه لري، چي تاسو هیڅ مرستي ته اړتیا نه لری، کله کله دا رښتیا د درک کولو وړ وي، چي هرڅه په یواځي ځان نه کیږي. په سختو ورځو کي د غښتلي او تکړه اوسیدلو لپاره  دا درک کول خورا اړین دي، چي ځيني ستونزي او کارونه ډېر درانه وي، په یواځي ځان نه ترسره کیږي.

نور ولولئ: ښه خوب مو پر روغتیا مثبت اغېز کوي

موږ او تاسو هر یو، یوڅه نه، یوڅه ګټور لرو، چي د یو او بل سره يي شریک کړو او د اړمنو لاسنیوی وکړو، نو راځئ چي درېغ يي نه کړو.

له نورو سره په مرسته کولو کې ځان هوسا کړئ

په سختو ورځو کي د اړمنو سره مرسته یوازي ستاسو د روح لپاره ګټور نه دي، بلکي دا یوه ترټولو غوره لاره ده، چي غښتلی او تکړه اوسی.

په ۲۰۱۵ کال کي د ارواپوهني د علم یوې اتحاديې په یوه څېړنه کي وموندل، چي د کورنی، ملګرو او حتی د ناخپلوانو سره هم مرسته کول ستاسو د ورځنیو خستګیو او فشارونو پر کمولو زیات اغېز لري او ستاسو دماغي حالت ښه ساتي. هغه وخت چي تاسو د خپل ځان سره مرسته نه سی کولای، نو دا تقریبا ناممکنه ده، چي تاسو دې د نورو مرسته وکړی.

مهمه نه ده، چي تاسو په څومره اندازه مرسته کوی، مهمه داده، چي تاسو ځان د مرستي کولو وړ جوړ کړی، ستاسو د مهربانی یوه کوچنې کړنه کېدایسی د بل انسان د ژوند لوری یوه مثبت طرف ته تغیر کړي.

په سختو ورځو کي هر هغه مثبته کړنه، چي تاسو ته ارمتیا درکوي ترسره کوی، مهمه نه ده، چي څومره لویه او یا څومره وړه ده.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button