ژوندژوند او ټولنه

څنګه په یوه اوونۍ کې خپل وزن په چټکۍ سره راکم کړو؟

تاسو شاید غواړی چې د ډېرو دلایلو پر اساس خپل وزن راکم کړی، خو څنګه به دا کار کوی

ډېر دلایل شته چې ډېر وزن لرونکې خلک خپل وزن راکموي، خو ډېری یې له ډېر وزن څخه دا شکایت کوي چې دوی ستړي کېږي او تمبل وي.

نور ولولئ: بریتانیا د ښځو او ماشومانو لپاره خپلې بهرنۍ مرستې کموي

ستاسو د وزن کمولو په خاطر په دې مقاله کې هغه لارې چارې په ګوته کېږي چې ډېری یې په ساینسي تحقیقاتو کې ثابت او ګټور دي.

تاسو کولی شی چې په دریو اسانو لارو خپل ډېر وزن راکم کړی

وریجې او خواږه کچالو ډېر خوندور خواړه دي، خو دغه خواړه زیات کاربوهایډرېټ لري او وزن په چټکۍ زیاتوي. ځینې نور خواړه لکه وچه ډوډۍ، نوډل انډومي او ماکاروني چې کاربوهایډریټ لري او په وزن زیاتولو کې رول ادا کوي، نو باید خوړل یې راکم کړی او د وزن زیاتېدو مخه ونیسئ. د وزن زیاتېدو تر ټولو لوی دلیل د کاربوهایډریټ او غوړو تر منځ اړیکه ده. کله چې تاسو غواړی وزن راکم کړی، نو شحم باید ذخیره نه شي او باید ویلې کړل شي او ددې بله ښه لار داده چې کاربوهایډریټ باید لږ وخوړل شي. بل تاسو په کلکه له غوړو، بوره او نورو خوږو شیانو له خوړولو ډډه وکړئ ځکه دا شیان د روغتیا لپاره خورا مضر دي.

نور ولولئ: د مغزي سکتې په مخنیوي کې مرسته کوونکي خواړه

تاسو باید کوم خوراکونه وکړئ

تاسو اړتیا لری چې لیمو، هګۍ هغه هم یوازې سپین او د ماهي غوښه زیاته وخوری تر څو ستاسو د بدن قوت پر ځای پاتې شي او وزن مو وبایلی. تاسو د اړتیا وړ پورټین اخیستلو ته هم اړتیا لری، ځکه پروټین ستاسو میټابولیزم لوړوي او د بدن عضلاتو ته قوت ورکوي. ډېری خلک دا فکر کوي چې دوی پروټین اخلي، خو په حقیقت کې دوی داسې خواړه نه خوري چې پروټین ولري. تاسو په دې برخه کې نورې برنامې هم تعقیب کړئ چې د پروټین د ډولونو په اړه پوی شی او بیا یې استفاده کړی.

ستاسو هر سهار منډه وهئ او یا سپورټ کوی

تاسو باید هر سهار لږ تر لږه نیم ساعت تمرین وکړئ تر څو مو د وجود هغه وازګه ویلې کړي چې د روغتیا لپاره خطرناکه ده. ددې تر څنګ تاسو باید دومره تمرین وکړئ چې په معتدله هوا کې مو د بدن پر هر ویښته خوله راووځي او بدن مو خولې او ګرم شي. ددې تر څنګ که تاسو منظم تمرین ولری نو وزن به مو کم شي او د ډېرو نورو ګټو تر څنګ به ستاسو د بدن ستړیا له منځه لاړه شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button