Uncategorized

چنای سوپر کینګز د هند ای. پي. ایل. اتلولي وګټله

دا تمه نه وه چې چنای سوپر کینګز به کوجرات ټایټنز ته ماتې ورکوي، خو خبره برعکس شوه.

د هند کرېکټ غوره ليګ يا ای پي اېل پایلوبه کې چنای سوپر کېنګز لوبډلې ګوجرات ټايټنز ته په پنځو وېکټو ماته ورکړه او له دې بريا سره يې د ۲۰۲۳ کال ای پي اېل اتلولي وګټله.

د پچې یا ټاس ګټل

چنای د پچې له ګټلو سره مقابلې لوبډلې ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. ګجرات د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۴ منډې وکړې. لوبه د دوامدار باران له کبله وځڼدېده او ۱۵ اورو ته راښکته شوه چې له دې سره هدف هم ۱۷۱ منډې وټاکل شو.

دلته کلیک کېکاږئ: د آی پي ایل سیالیو د پلی اف او پایلوبې لپاره نوي اصول اعلان شول

د ګوجرات لپاره سای سودرشن ۹۶، وېرېدمن ساها ۵۴، شوبمن ګېل ۳۹ او هاردېګ پانډيا ۲۱ منډې وکړې.

د چنای متيشا تېکشنا ۲، روېندر جډېجا او ديپک چهار يوه يوه وېکټه واخيسته.

په توپ وهنه کې بیا د چنای لپاره ډېون کانوای ۴۷، شېوم ډوبې ۳۲، اجېنکې رهانې ۲۷، روتراج ګايکواډ ۲۶، امبتي رايډو ۱۹ او روېندر جډېجا ۱۵ چټکې منډې وکړې.

په ګوجرات لوبډله د افغان لوبغاړو ځلېدل

ګوجرات ټايټنز چې د تېر کال اتلولي يې ګټلې وه سږ ونتوانېدل پايلوبه کې سيالې لوبډلې ته ماته ورکړي.

د نورو کلونو په څېر سږ کال هم افغان لوبغاړي د هند غوره ليګ برخه وو. راشد خان او نور احمد لکڼوال د ګوجرات ټايټنز لوبډلې لپاره سيالي کوله چې تر ډېره یې د دې لوبډلې په بريا کې مهمه ونډه لرله.

په نننۍ لوبه کې هم نور احمد د ډېون کانوای او روترا وېکټې واخيستې خو راشد خان ونتوانېد کومه لوبغاړی وسوځوي.

نور ولولئ: سبا د آی پي ایل لپاره بولي ترسره کېږي؛ اته افغان لوبغاړي به هم ورته وړاندې شي

دوه نورو افغان توپ اچونکي فضل حق فاروقي سن رایزرز حیدر اباد او نوین الحق د لکنوو سوپر جاينټس لوبډلې او وېکټ ساتونکي لوبغاړي رحمان الله ګوربز بيا د کلکتې ناټ راډرز لوبډلې لپاره سيالي کوله.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button