په زړه پورېساینس او ټېکنالوژي

چین غواړي پر ماشومانو ځیرک ټیلیفونونه محدود کړي

چین غواړي چې په ورځ کې پر ماشومانو ځیرک تیلیفونونه له دوو ساعتونو ډېر محدود کړي

دا په داسې حال کې ده چې تازه څېړونکي پر کم عمره ماشومانو د مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژۍ منفي اغېزې څېړي تر څو معلومه کړي چې د دوی پر روان او روغتیا څومره بد اغېز کوي.

پر همدې بنسټ د چین د سایبر سپېس څارنې سازمان هغه وړاندیز چې له ۱۸ کلونو ټیټ عمر ماشومانو او تنکيو ځوانانو لخوا د ځیرک ټیلیفونونو کارول محدود کړي، د چینایي ټیکنالوژۍ شرکتونو پر ونډو منفي اغېز کړی دی او ونډې یې راټیټې شوې دي.

له همدې امله د ویډیویي ګیمونو پاڼو بیې راغورځېدلي دي

د تېرې ورځې په راکړې ورکړه کې، د علي بابا او د ویډیو شریکولو ویبپاڼې “بيلي بیلي” په څېر شرکتونو ونډې ټیټې شو‎ي، د ونډو بیه نن هم په چټکۍ سره ټیټه شوې.

نور ولولئ: د انټرنېټ په نړۍ کې د کاروونکو کمپیوټرونو خونديتوب

د وړاندیز شوي قانون له مخې تر ۱۸ کلونو ټیټ عمره کسان کولای شي په ورځ کې یوازې تر دوو ساعتونو خپل ځیرک ټیلیفون وکاروي. څلور کاله مخکې هم چين ځينو انلاين لوبو ته د ماشومانو پر لاسرسي بنديز لګولی و.

په دې کې انټرنټ هم شامل دی

د چین د سایبر سپیس ادارې وړاندیز شوي مقررې له مخې ماشومان په ځایي وخت د سهار له لس بجو د ماښام تر شپږو بجو د ګرځنده ټیلیفونو له لارې انټرنیټ ته له لاسرسي منع کوي.

د دې وړاندیز له مخې له صنعت کارانو غوښتنه شوې، چې د ګرځنده وسیلو او اپ جوړونکو پلورنځیو کې د کارونې د “کم عمر حالت” په نوم محدودیت ولګوي.

دا هم ولولئ:  د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو ۱۹۰ هېوادونو کې دویم مقام خپل کړی

دا محدودیت د کاروونکو عمر پورې اړه لري.

نور ولولئ: پر تنکیو ځوانانو د سوشل میډیا منفې اغېزې

د وړاندیز له مخې د ۱۶ او ۱۸ کلونو ترمنځ زلموټو ته به هره ورځ دوه ساعته د ټیلیفون کارولو اجازه ورکړل شي او له ۸ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته به یوازې ۸ دقیقې ټیلیفون کارولو اجازه ورکړل شي.

دغه وړاندیز اوس مهال د عامه نظرونو لپاره پرانیستی دی. خو د دې وړاندیز په اړه به پرېکړه وروسته کېږي.

دارنګه اوس هېوادونه پر دې هم کار کوي چې د زده کوونکي د زده کړې وخت پر انلاین ګیمونو او ځیرکو ټیلیفونونو ونه لګول شي او یا په ټولګي د زده کړو پر مهال اخلال رامنځته نه کړي. دوی پر داسې قوانینو کار کوي تر څو په پوهنتونو او ښوونځیو کې انټرنیټ، ټولنیزې رسنۍ، ګیمونه او نور ټکنالوژیک فعالیتونه رامحدود کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button