ډاکټر عبدالله عبدالله: پر ایران د اسرائیلو بریدونه نامشروع دي

اړوند خبرونه:
د ایران د پارلمان رئیس: پر اسراییل برید ‘غاښ ماتوونکی ځواب’ دی
امریکا د اسرائیل پر وړاندې د ایران ګواښونه جدي بللي
د پخواني جمهوري حکومت د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله، د اسرائیلو له لوري پر ایران ترسره شوي هوایي بریدونه نامشروع بللي او هغه یې په سختو ټکو غندلي دي.
عبدالله په یوه اعلامیه کې د ایران له ولس سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
نوموړې د ایران د یو شمېر چارواکو او وګړو د وژل کېدو له امله ایراني ولس ته تسلیت ویلی دی.
هغه له نړیوالو بنسټونو، د اسلامي همکاریو له سازمان او د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې د دغو «ښکاره تېریو» پر وړاندې پرېکنده دریځ ونیسي او د دغه رژیم د جنایتکارانه کړنو د بندولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
تر دې وړاندې سعودي عربستان پر ایران د اسرائیلو بریدونه، چې پکې اټومي تاسیسات، د بالستیک توغندیو فابریکې او پوځي قوماندانان یې په نښه کړي غندلي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې دا بریدونه د ایران پر وړاندې د اسرائیلو ښکاره یرغل بللی دی.
سعودي ویلي، چې د اسراییلو بریدونه د ایران حاکمیت او امنیت ته زیان رسوي.
د سعودي په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کار د نړیوالو قوانینو او معیارونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
دا غبرګونونه داسې مهال ښودل کېږي، چې بل لورته د اسرائیلو د پوځ ویاند وايي، چې ایران هم د اسرائیلو په لور له ۱۰۰ څخه زیاتې بې پیلوټه الوتکې توغولي دي.
د هغه په وینا، د اسرائیلو هوايي ځواک د بې پیلوټه الوتکو څارنه کوي او دوی د نورو بریدونو لپاره چمتووالی نیسي، چې کېدای شي توغندي هم پکې شامل وي.
د اسرائیلو پر وړاندې د ایران د غچ اخیستونکي برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
ایران هم تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.