نړۍ

ډونالډ ټرمپ او پوتین د اګست ۱۵ الاسکا کې له یوـبل سره ویني

اړوند خبرونه: 

ولادیمیر پوټین: اوکراین دې له ۴ سیمو ځواګونه وباسي، روسیه به اوربند وکړي

ناټو د “اوکراین پلان” لپاره د ۱۰۰میلیارد ډالرو پر ورکړې بحث کوي

امریکا به اوکراین ته د جرمني په څېر غښتلی هوايي دفاعي سېستم ورکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اګست په ۱۵ نېټه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې ويني.

دوی دواړه د اوکراین د جګړې پای ته رسولو په پار ویني.

ټرمپ دا اعلان پرون د جمعې ورځ کړی دی.

هغه ویلي،چې په جګړه کې ښکېل اړخونه د یوه اوربند تړون ته نږدې شوي، چې ښايي دا جګړه پای ته ورسوي.

کریملین ماڼۍ هم وروسته یوه بیان کې د دې غونډې پخلی کړی دی.

د پوتین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي، چې ټرمپ او پوتین به د اوکراین د کړکېچ د اوږد مهاله سوله ییز حل پر لارو چارو تمرکز وکړي.

د ټرمپ د وینا له مخې، د اوربند او سولې په دې تړون کې به د دواړو هېوادونو په ګټه د ځمکو تبادله وشي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې امریکا او روسیه پر داسې تړون کار کوي، چې د جګړې پر مهال نیول شوې سیمې به د مسکو لاس کې پاتې شي.

اوکراین بیا تر دې مخکې ویلي چې د جګړې د پای په لټه کې نرمښت ته چمتو دی، خو د خپلې شاوخوا ۲۰٪ خاورې پرېښودل به د زیلینسکي لپاره له سیاسي او ملي پلوه سخت وي.

اوس به د اګسټ په ۱۵ مه نېټه روښانه شي چې، ټرمپ او پوتین د اوکراین سولې په تړاو هوکړې ته رسېږي، که نه.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button