نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

ډونلډ ټرمپ امریکادکرونا ویروس واکسين جوړکړي

د متحده ایالاتو ولسمشرټرمپ د کورونا ویروس لپاره د درمل او واکسینو جوړولو ادعا کړې ده، هغه وايي چې دا واکسين د کرونا ویروس لپاره خه ثابت شوي دى او ٢ ميليونه خوراکونه هم خلکو ته د ورکولو لپاره تيار شوي دي.ډېر ژر به د ګټې لپاره بازار او خلکوته وسپارل شي.

د نړيوالې ميډیا د راپورونوله مخې ، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وايټ هاوس کې خبري ناستې ته په خبرو کې وويل، چې تورپوستو امريکايانو ته تر هغه زيات کار بل چا نه دى کړى، هغه وويل هر امريکايي ته يو ډول حقونه ورکول کېږي.

هغه وويل، چې د تورپوستي امريکايي د و ژ لو پر ضد په لاريونونو کې هغه کسانو چې لوټمار او فساد يې کړى و، هغه ملي ګاردانو نيولي دي. ډونالډ ټرمپ همدا راز د امريکا په اقتصاد د خبرو پر مهال وويل، چې د بېکارۍ په کچه کې کمښت راغلى دى او اوس ١٣.٣ سلنه ته راکوزه شوې ده، همدا راز امريکايانو ته ٣ ميليونه دندې هم پېدا شوي دي.

ولسمشر ټرمپ رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې دوى امريکا بېرته پرانيزي او نور ګرځبندېز ته دوام نه شي ورکولى، هغه وويل چې خلک بايد ټولنيز واټن وساتي او په احتياطي تدابيرو باندې عمل وکړي.

بلخوا بیا د ايټاليې ډاکټرانو دا منلې ده چې کرونا هغه زور ندۍ پاتې کوم چې پخوا وو هغوي ویلي ، په اول کې چې کورونا څومره خطرناک و، اوس کمزورى شوى دى.او لګ وخت کې به دغه وبايي ناروغي نوره هم کمه شي.

د رايټرز خبري اژانس د راپورله مخې د ميلان د سان ريفيلي روغتون سر ډاکټر البرټو زينګريلو په خپله يوه مرکه کې ويلي دي، چې رښتيا خو دا دي چې په طبي لحاظ دا ويروس نور په ايټاليه کې ختم دۍ. هغه په خپلو خبرو کې وويل، په تېرو ١٠ ورځو کې چې د کورونا ټيسټونو کومه کچه ليدل شوې ده، هغه د تېرو ٢ مياشتو په پرتله  د نه شتون په معنا ده.

د آیټالیه ترڅنګ د امریکا ډاکټران هم دا ادعاکړې ده چې په امریکا کې هم د کرونا ویروس را کړ شوۍ دۍ او د پخوا په پرتله اوس ناروغان کم شوي دي د امریکا ډاکټران وايي چې د نفس تنګي ناروغان هم په ډیر کمه کچه رازي د یادونې وړ ده چې په ټوله نړۍ کې اوسمهال د ۶ میلیونو نه زیات کسان په کرونا اخته دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button