نړیوال خبرونه

ډیلي او اسلام اباد کې په ورته وخت کې د افغانستان په هکله غونډې

اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو له غونډې سره هممهال هند د منځنۍ اسیا له هېوادو سره د یوې ګډې غونډې کوربه و، چې د پینځو مرکزي اسیايي هېوادو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې برخه اخېستې وه د هند د بهرنیو چارو وزیر، سوبرمانیم جیشنکر، دې غونډې ته وینا کې وویل، چې د افغانستان په تړاو د ډیلي او د منځنۍ اسیا د هېوادو اندېښنې یو ډول دي

د هندي رسنیو رپوټونو کې څرګنده شوي، د بهرنیو چارو وزیر غونډې ته وینا کې وویل:موږ ټول له افغانستان سره کلک تړلي یو تاریخي او کلتوري اړیکي هم لرو. په دې هېواد کې زموږ اندېښنې او هدفونه هم شریک دي چې د یو ټولګډونه او د ولس استازی حکومت، د ترهګرۍ او مخدره توکو پر ضد جګړې، بې خنډه د بشري مرستو رسولو او د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو خوندیتوب په هکله دي ”

نوموړي زیاته کړه: ”موږ باید له افغانانو سره د کمکونو لپاره لارې چارې ولټوو. ”دې غونډه کې د قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان بهرنیو چارو وزیرانو داسې حال کې ګډون کړی، چې استازي یې په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هم استولي ووپه یاده غونډه کې د افغانستان بحران تر څنګ د سیمه ییزو اړیکو او سوداګرۍ په هکله هم خبرې شوې

 د ډیلي د یکشنبې ورځې په دې غونډه کې ګډون کوونکي هېوادونه د اسلامي همکاریو سازمان غړي دي، چې د بهرنیو چارو وزیران یې په اسلام اباد کې د همدې سازمان غونډه کې د ګډون پر ځای هند ته د افغانستان په هکله رابلل شوې غونډې ته تللي وو د یادونې ده، چې د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو له ډلې د ۲۰ غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او د ۱۰ غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو مرستیالانو یا ځانګړو استازو په اسلام اباد کې د دې سازمان په ځانګړې غونډه کې ګډون کړی

نور یی ولوله | روسیې په خپل ګاونډیو هیوادونو کې د ناټو پر فعالیتونو د سختو بندیزونو غوښتنه کړې

د مرکزي اسیا هېوادونو او هند تر منځ د غونډو لړۍ دا دریېمه غونډه ده، چې د سیمه ییزو اړیکو او سوداګرۍ په هکله پکې خبرې کېږي.د پریس ټرسټ اف انډیا په رپوټ کې ویل شوي، د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین له د دې غونډې پرته هم هند ته په رسمي سفر تللی و د چارو هندۍ شنونکې انورادها چنای په دې هکله وايي: ”دا خبرې د هند او مرکزي اسیايي هېوادونو تر منځ کېږي، دا د مرکزي اسیا خبره ده، د او ای سي خبره نه ده. هند هغسې چې له شوروي اتحاد سره ښه اړیکي درلودل، اوس یې له مرکزي اسیايي هېوادونو سره پالي ”

نوموړې وايي، د افغانستان په هکله نه یوازې هند یا پاکستان اندېښمن دي، بلکې ټوله نړیواله ټولنه په دې هکله اندېښنې لري. دا وايي: دا وضعیت یوازې تر افغانستان پورې محدود نه پاتې کېږي، هغسې چې جګړه یوازې تر پولو پورې محدوده نه پاتې کېږي، د بشري حقونو بحران هم له پولو تېرېدای شي. ”د اغلې چنای په اند د افغانستان ستونزه یوازې امنیت نه دی، بلکې په خبره یې د کډوالۍ ستونزه ورسره زیاتېدای شي او داسې وېره هم شته، چې د نشه یې توکو سوداګري ډېره شي

بل لور په هند کې د پاکستان پخوانی سفیر ښاغلۍ عبدالباسط وايي، د ډيلي غونډه له څو میاشتې مخکې په پام کې نیول شوې وه او د افغانستان په هکله په اسلام اباد کې د یکشنې ورځې غونډه یوازې دوې اونۍ مخکې د سعودي عرب په وړاندیز راوبلل شوه نوموړی وايي له همدې کبله د اسلام اباد غونډې ته د ګڼ شمېر هېوادونو بهرنیو چارو وزیران نه وو راغلي، خو په وینا یې د دوی مرستیالان یا ځانګړي استازي دې غونډه کې ګډون کوي او ”له همدې کبله د ډیلي او اسلام اباد غونډې پرتله کول مناسبه چاره نه ده”

عبدالباسط وايي، ”په افغانستان کې ثبات باید د ټولو لپاره لومړیتوب ولري. ”د یادونې ده، چې د تېرې نومبر میاشتې پر لسمه نېټه په هند کې د مرکزي اسیايي هېوادونو ملي امنیت سلاکارانو غونډه درلوده، چې د افغانستان بحران یې د خبرو موضوع وه

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button