ښځه او خاوند باید څنګه یو او بل ته مینه ورکړي؟
له یوه او بل سره د ښځې او خاوند مینه ددې سبب کېږي څو د دواړو تر منځ د ژوند هره شیبه خوږه او ښکلي شي
کله چې د ښځې او خاوند تر منځ د صمیمیت فضا موجوده وي، یو او بل ښه درک کوي، نو د دواړو تر منځ د ژوند هره شیبه خورا ښه او خوږه تېرېږي. کله چې د دوی تر منځ محبت موجود وي، نو دوی دواړه له فیزیکي لمس څخه هم خورا خوند اخلي او ډېر نور ساده شیان ددوی لپاره د خوند او لذت وړ وي.
د خپلې ښځې هرې خبرې ته غوږ ونیسئ
د ښځې او خاوند تر منځ د ښو اړیکو ټینکېدلو په برخه کې ښه ثابته شوې چې خاوند یا ښځه د یوه او بل خبرو ته ښه غوږ نیسي او خبرې په غوره اوري. تاسو هم همدا کار وکړئ او یو او بل ته ښه غوږ ونیسئ، ځکه دا کار به ستاسو تر منځ مینه او صمیمیت لا زیات کړي.
نور ولولئ: ښځه څنګه حامله کېدای شي؟
یو او بل ته وخت ورکړئ
که تاسو هر څومره مصروف ژوند لری، نو یو او بل ته وخت ځانګړی کړئ، ځکه اوږمهاله جدايي یا وخت نه ورکول ددې لامل کېږي چې تاسو تر منځ هغه مینه او محبت شي، کوم چې د واده کولو له وخت موجود و. ډېرې کورنۍ داسې شته چې په لومړیو کې یو او بل ته وخت نه وي ورکړی، نو اخر کې د دوی تر منځ ژوند تریخ او بې خونده وي. که تاسو غواړئ چې ښایسته او ښه ژوند ولری نو یو او بل ته وخت ځانګړی کړی او له یوه او بل سره مینه وکړی.
نور ولولئ: د غوره جنسي اړیکو وختونه
له یوه او بله ملاتړ وکړئ
له یوه او بل سره په ستونزو کې اوږه په اوږه ودرېږئ. یو او بل درک کړئ. یوه او بل ته غوږ ونیسئ او یو او بل په هره ستونزه کې تشویق کړئ تر څو د مایوسۍ احساس ونه کړي او ماته ونه مني. که چېرته تاسو دا اصول په کورني ژوند کې عملي کړی، نو تاسو مطمئن اوسئ چې ستاسو ژوند به ښه او راتلونکی به مو له خوښیو ډک وي. د ښځې او خاوند تر منځ په ګډ ژوند کې دا درک ډېر مهم دی چې یو او بل ښه وپېژني او په ستونز کې لاس ورکړي. کله چې داسې شي، نو بیا ژوند خورا خوندور تېرېږي.