نړۍ

کابلوف: روسیه به ژر طالبان له تور لېسته حذف کړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، روسیه به ډېر ژر طالبان د ترهګرو له تور لېست وباسي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هیواد یې په اصولو کې منلې چې د طالبانو نوم د تروریستي ډلو له لیسته وباسي.

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، کابلوف پرون (جمعه) وویل چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او د امنیتي خدماتو اداره د تروریستي سازمانونو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په باب د قانوني اقداماتو په بشپړولو بوخت دي او ژر به وروستۍ پرېکړه اعلان شي.

تر دې وړاندې د روسیې د امنیتي ادارې مشر الکساندر بورتنیکوف هم ویلي و چې هیواد یې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د ایستلو په اړه “بیاکتنه بشپړه کوي.”

د ترهګرو ډلو پر ضد له طالبانو سره تماس ساتل

الکساندر بورتنیکوف وویل، دا به غوره وي چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې او نورو ترهګرر ډلو پر ضد د جګړې لپاره ښه دا ده چې له طالبانو سره تماس ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندرې رودنکو کابو دوې اوونۍ وړاندې ویلي و چې د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو د ایستلو پروسه به “چټکه نه وي.”

نور ولولئ:  د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ ناسته پیل شوه

هغه وویل، “د روسیې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو لرې کول د هیواد په قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري.”

د روسیې له دولتي خبری اژانس ریانویستي سره په مرکه کې اندرې روډینکو روښانه کړه چې پروسه ګړندۍ نه ده ځکه چې دا د روسیې په قانون کې بدلون ته اړتیا لري.

د ترهګرو په تور لېست کې د طالبانو شاملېدل

روسیې په ۲۰۰۳ م کال طالبان د چیچنیا د بېلتون غوښتونکو د ملاتړ په خاطر په تور لیست کې شامل کړل.

په وروستیو کې قرغیزستان او قزاقستان هم طالبان له تورو لیستونو وایستل خو تراوسه د دغو درو هیوادونو په ګډون د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ۲۰۲۴ کال د مې په ۲۹مه تاشکند ته د سفر پر مهال خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د اړیکو څرنګوالی یوه بله پوښتنه ده، خو «موږ باید له هغوی سره په یو ډول خبرې وکړو.»

پوتین له طالبانو سره د اړیکو په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو په ګډون له سیمه ییزو شریکانو سره د سلا مشورو یادونه هم وکړه او ویې ویل: «موږ د خپلو شریکانو او ملګرو نظریات په پام کې نیسو او په دې اړه به همغږی وکړو.»

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button