لوبې خبرونه

کرکټ؛ د اماراتو پر وړاندې د رحمن الله ګربر جادوګره لوبه

افغانستان لومړنۍ ۲۰اوریزه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته په لوی توپیر ماته ورکړه

په افغان کرکټ ملي لوبډله کې نوموتی توپ وهونکی رحمن الله ګربر د متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې حیرانوونکی بیټ نندارې ته وړاندې کړ. نړیوالو کرکټ مبصرینو دده بیټ وستایه او ویې ویل چې داد دده د بیټ برکت و چې مقابل لوبډلې ته یې د ۲۰۴ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ د دريو شل اوریزو لوبو د لړۍ لومړۍ هغه کې افغانستان متحده عرب اماراتو ته د ۷۲ منډو په لوی توپير ماته ورکړه.

د لومړي توپ وهنې پرېکړه څه ډول وشوه؟

متحده عرب اماراتو د پچې له ګټلو سره لومړی افغانستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. افغان لوبډلې د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه چې اماراتو ونشوی کړی پوره يې کړي.

د افغانستان لپاره د پيل توپوهونکي رحمان الله ګوربز په ۵۲ توپونو ۱۰۰ منډې وکړې او دا يې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې لومړنۍ سليزه شوه. له دې سره نوموړی غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

نورو افغان لوبغاړو هم ښه لوبه وکړه

ابراهيم ځدراڼ بيا په ۴۳ توپونو ۵۹ منډې وکړې، د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي چټکې ۱۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره فضل الحق فاروقي دوې، نوين الحق او قيس احمد يو يو لوبغاړی وسوځاوه.

دغه سيالۍ د متحده عرب اماراتو په کوربتوب په شارجه کې ترسره کېږي.

نور ولولئ: شاداب خان: راشد خان په ۲۴ توپونو ۲۴ ویکټې اخیستلو توان لري

نور ولولئ: نور احمد لکڼوال که د الماسو غمی؟

د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ د افغانستان لپاره رحمان الله ګوربز، حضرت الله ځاځی، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، کريم جنت، قيس احمد، نور احمد لکڼوال، نوين الحق او فضل الحق فاروقي غوره شوي‌ وو.

خو پر دې ټولو سربېره په افغان لوبډله کې رحمن الله ګربز هغه څوک دی چې د ابراهیم ځدراڼ او نورو لوبغاړو تر ځنګ ورباندې نړیوال کرکټ پوهان حساب کوي.

په هند کې د آی پي ایل لوبو لپاره چې رحمن الله ګربز کومې لوبډلې غوره کړی، هغوی هم یاد لوبغاړو ته د ښه چانس غوښتنه کړې ده.

ددې تر څنګ رحمن الله ګربز، راشدخان او یو شمېر نور افغان لوبغاړي په هند په غوره کرکټ کولو خورا مشهور دي او هندوان ورسره ځانګړې مینه څرګندوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button