سپورټ

کرېکټ؛ پاکستان لوبډلې افغانستان ته په ۱۴۲ منډو توپیر ماته ورکړه

د پاکستان بالرانو افغان توپوهنکو ته اجازه ورنه کړه چې له ۵۹ ډېرې منډې جوړې کړي

پاکستان لوبډلې له افغان سیالانو د یوې ورځنیو لوبو لړۍ لومړۍ سیالي د ۱۴۲ منډو په هدف وګټله. پاکستان لوبډلې له دې مخکې افغانستان ته د ۲۰۲ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان له لوري د لوبې پيل ښه نه و او ایله د دریو منډو بدل کې افغان لوبډلې دوې وېکټې له لاسه ورکړې. په رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ پسې حشمت الله شهیدي هم د هېڅ یوې منډې له ترلاسه کولو پرته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

افغان ملي لوبډلې یوازې ۱۹ اورونه ولوبول

د لوبې په ۱۹ اوور کې د افغانستان ټوله لوبډله له میدانه بهر شوه، چې ایله ۵۹ منډې یې کړې وې.په نننۍ لوبه کې د پاکستان له لوري د حارث روف خورا عالي توپ اچوونه یا بالینګ د دې لامل شو، چې په شپږ اعشاریه دوو اوورونو کې د ایله ۱۸ منډو بدل کې پنځه لوبغاړي له میدانه بهر کړي.

نور ولولئ: افغانستان په کرکټ کې شري لنکا ته ماته ورکړه

د افغانستان له لوري بیا د بېټینګ یا توپ وهنې برخه کې یوازې دوه لوبغاړي وتوانېدل د منډو شمېر دوو عددونو ته ورسوي، رحمان الله ګوربز د ۱۸ او عظمت الله عمرزي د ۱۶ منډو له جوړولو وروسته خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.

مخکې پاکستان لوبډلې د دې لوبې پچه وګټله، لومړی یې د بېټینګ یا توپوهنې پرېکړه وکړه او د لوبې په ۴۷ اعشاریه یو اوور کې یې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۰۱ منډې وکړې.

هغه لوبغاړي چې په صفر وسوزېدل

د افغانستان په ځوابي لوبه کې په رحمت شاه او ابراهیم ځدراڼ پسې حشمت الله شهیدي هم د هېڅ یوې منډې له ترلاسه کولو پرته خپله وېکټه له لاسه ورکړه.

د اتم اوور تر پایه افغانستان ایله ۱۸ منډې درلودې او څلور لوبغاړي یې له میدانه بهر شوي وو. تر اتلسم اوور پورې افغان لوبډلې ۵۵ منډې کړې وې او ۷ وېکټې یې له لاسه ورکړې.

نور ولولئ: د کرکټ درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د افغان تنکیو ځوانانو لوبډله پایلوبې ته ووته

د پاکستان له لوري تر ټولو ډېرې (۶۱ منډې) امام الحق وکړې. د افغانستان له لوري بیا مجیب الرحمان تر ټولو ډېرې ۳ وېکټې واخیستې.

د درې ورځنیو لوبو دا لړۍ پرون سې شنبه په سري لنکا کې پیل شوه.

دغه لوبه د شري لنکا په سویلي همبانتوتا ښار کې روانه ده. د سوپرکولا جام په نوم د دې لوبلړۍ کوربتوب افغانستان کوي.

د دغه سریز دوه نورې لوبې هم پاتې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button