لوبې خبرونه

کرېکټ بورډ د زېمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبې ته لوبډله اعلان کړه

کرېکټ بورډ وايي، د زمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبو ته د افغان لوبډلې نوملړ په ډاګه شو

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې غړو نن دوشنبه د زمبابوې پر وړاندې د دوو ټېسټ لوبو لپاره نوملړ په ډاګه کړ.

په عمومي نوملړ کې ۱۸ لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی، چې درې احتیاطي لوبغاړي هم په کې موجود دي.

دکرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل وایي، یادو لوبغاړو ته د هېواد دننه ننګرهار ولایت کې تمریناتي کمپونه تنظیم شوي وو او دغه راز هغه لوبغاړي چې د کورني کرکټ په فرسټ کلاس سیالیو کې ځلېدلي؛ په یاد نوملړ کې ځای پر ځای شوي دي.

د ټېسټ لوبې لوبډلمشر

په یاد نوملړ کې حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه د مرستیال لوبډلمشر، دغه راز افسر ځاځی او اکرام علي خېل د ویکټ ساتونکو په توګه ځای لري؛ عبدالمالک، ریاض حسن، بهیرشاه محبوب، صدیق اتل، عصمت الله عالم، عظمت الله عمرزی، ضیاء اکبر، زاهد شهزاد، راشدخان، ظاهرخان، یمین احمدزی، بشیر احمد، فرید ملک او نوید ځدراڼ د نوملړ برخه دي.

نور ولولئ: افغانستان کرېکټ نړیوال ستوری راشد خان یو ځل بیا د ښو بالرانو د جدول په سر کې

نور ولولئ: د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې

دغه راز ناصر جمال، ضیاء الرحمن شریفي او ابراهیم عبدالرحیمزي ته هم په یاد نوملړ کې د احتیاطي لوبغاړو په توګه ځای ورکړل شوی دی.

په ۲۰ اوریز لوبلړۍ کې د زېمبابوې ماتول

افغان ملي لوبډله به د زمبابوې پر وړاندې د لوبلړۍ لومړۍ لوبه د روانې اګست میاشتې له ۲۶مې تر ۳۰مې نېټې پورې ترسره کړي، دوهمه لوبه به د راتلونکي ۲۰۲۵ز کال د جنوري میاشتې له دویمې نېټې تر شپږمې نېټې پورې ترسره کړي.

افغان لوبډلې د لوبلړۍ په دویمه لوبه کې وکولی شول چې خپله سیاله لوبډله په لوی توپیر ماته کړي

زېمبابوې چې د نړۍ په کچه په کرېکټ کې پیاوړې لوبډله لري، له افغانستان سره د ۲۰ اوریزو او ۵۰ اوریزو لوبو لوبلړۍ لري.

خو افغان لوبډلې په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې دغه لوبډلې ته ماته ورکړه.

افغانستان په دويمه شل اوريزه لوبه کې زېمبابوې ته د ۵۰ منډو په توپير ماته ورکړه. د دغو سياليو لومړنۍ لوبه زېمبابوې په څلورو وېکټو ګټلې وه.

د دغو دواړو هېوادونو تر منځ سيالۍ د زېمبابوې په کوربتوب په هرارې کې ترسره کېږي.

افغانستان د پچې له ګټلو سره لومړی د منډو جوړولو پرېکړه وکړه او په ټاکلو شلو اورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۵۴ منډو هدف وټاکه چې زېمبابوې ونتوانېده پوره يې کړي.

د افغانستان لپاره درويش رسولي د پنځوسيزې په بشپړولو سره تر ټولو ډېرې (۵۸) منډې وکړې او له دې سره غوره لوبغاړی هم ونومول شو. د ده تر څنګ عظمت الله عمرزي ۲۸، ګلبدين نايب ۲۶ او صديق الله اتل ۱۸ منډې جوړې کړې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button