Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سپورټسیمه‌ییز

کرېکټ: د اي پي اېل غوره لیګ ته څو افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي؟

په هند کې د ۲۰۲۵ کال ای پي اېل غوره لیګ ته د افغان لوبغاړو د شارټ لېست کېدو شمېر

د هند د کرېکټ غوره لیګ یا ای‌ پي‌ اېل د نړۍ په کچه تر ټولو “سترې ” د کرېکټ سوداګریزې سیالۍ دي. د ۲۰۲۵ کال سیالۍ یې ۱۸م پړاو دی. همدې پړاو سیالیو ته د لوبغاړو د پېرلو بهیر پر یکشنبه او دوشنبه (د نومبر پر ۲۴مه او ۲۵مه) د سعودي په جده ښار کې کېږي. ټولټال ۵۷۴ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې کېږي. د لوبډلو څښتنان به له دې ډلې ۲۰۴ لوبغاړي وپېري.

په دې بولۍ کې به پر ۵۷۴ لوبغاړو به د ای‌ پي‌ اېل د لوبډلو څښتنان چنې سره ووهي. پایله کې به ۲۰۷ لوبغاړي غوره شي چې ۷۰ به یې د نورو هېوادونو لوبغاړي وي او ۱۳۴ به د هند خپل لوبغاړي وي.

یو شمېر داسې لوبغاړي هم شته چې له مخکې لوبډلو له ځانه سره ساتلي دي. له بولۍ مخکې هرې لوبډلې دا فرصت درلود چې د تېر کال لوبغاړو له ډلې شپږ هغه یې له ځان سره وساتي. دا یوه اوږده پروسه وه او لوبډلو د خپلو محاسبو او ګټې چانس ته په کتو ځینې لوبغاړي له ځانه سره ساتلي دي. د افغانستان راشد خان یوازینی هغه و چې خپلې لوبډلې “ګوجرات ټایټنز ” له ځانه سره وساته.

راشد خان د ای‌ پي‌ اېل مهم لوبغاړی دی

د “ګوجرات ټایټنز ” لوبډلې د هغو لوبغاړو له لسته چې له بولۍ مخکې یې له ځان سره ساتلی شوی، لومړی راشد خان غوره کړ. د ده بیه ۱۸۰ میلیونه هندي روپۍ ده. دا دوه عشاریه دیارلس میلیونه ډالر کېږي. دی له دې وړاندې د ای‌ پي‌ اېل په دریو پړاوونو کې هم له همدې لوبډلې سره و، خو د پخواني هر پړاو بیه یې ۱۵۰ میلیونه هندۍ روپۍ وې.

هغه اوس د هند غوره لیګ سیالیو یو مهم لوبغاړی دی. د نړۍ د نورو هېوادونو تر څنګ په هند کې هم ګڼ مینه‌وال لري.

نور ولولئ: راشد خان ای پي ایل کې د ډېرو ویکټو اخیستو ریګارډ خپل کړ

نور ولولئ: ای پي ایل: نن کلکته له راجستان سره لوبه کوي

نور ولولئ: د ۲۰۲۴ کال ای پي ایل کې د راشد خان نادره لوبې

د ای‌ پي‌ اېل ليلام په دې پړاو کې لوبغاړي په بېلا بېلو بیو پېرل کېږي، خو د هند غوره لیګ د لوبغاړو لپاره د لومړنۍ بیې په توګه ځانګړې بیه ټاکلې چې که پر کوم لوبغاړي له یوه د ډېرو لوبډلو څښتنانو خوښه راغله، نو بیه یې هم ورسره لوړېږي. د یوه لوبغاړي تر ټولو لوړه بیه ۲۰ میلیونه هندي روپۍ ده چې شاوخوا ۲۳۷,۰۰۰ او ټیټه بیه ۳ میلیونه هندي کلدارې چې ۳۶,۰۰۰ ډالر کېږي، ټاکل شوې دي.

د دوی په ډله کې ځینې مشهور لوبغاړي هم ليلامۍ ته وړاندې کېږي، چې واردمخه ګمان کېږي په “ریکارډ ” کچه لوړیه بیه به وپلورل شي.

afghan 2024 11 22t201848.126

د ای‌ پي‌ اېل ۱۸م پړاو بولۍ کې افغان لوبغاړي

د ۲۰۲۵ کال هند غوره لیګ بولۍ ته ۱۸ افغان لوبغاړي ټاکل شوي‌ دي. رحمن الله ګوربز، نور احمد لکڼوال، نوین الحق، مجیب الرحمن او فضل الحق هغه پنځه لوبغاړي دي چې د لوړې بیې په ګټګورۍ کې بولۍ ته وړاندې کېږي.

دوه افغان الرونډران یا هر اړخیز لوبغاړي محمد نبي او ځوان عظمت الله عمرزی بیا د ۱۵ میلیونه هندي روپیو په بدل کې بولۍ ته وړاندې کېږي چې له شاوخوا ۱۷۷,۰۰۰ ډالر سره برابرېږي.

د بل الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب د ليلامۍ بیه ۱۰ میلیونه هندي روپۍ ټاکل شوې ده. هغه په تېر پړاو سیالیو کې له “ډیلي کپېټلز” لوبډلې سره لوبېده.

نهه افغان لوبغاړي بیا د ۷.۵ میلیونه هندي روپیو په بدل کې لیلامي ته وړاندې کېږي. دا نهه لوبغاړي الله محمد غضنفر، وقار سلامخېل، ظاهر خان پکتین، صدیق الله اتل، نجیب ځدراڼ، ابراهیم ځدراڼ، قیس احمد، کریم جنت او ننګیالی خروټی دي.

بل افغان لوبغاړی فریدون داودزی دی چې ليلامۍ ته به وړاندې شي. د ده لومړنۍ بیه ۳ میلیونه هندي روپۍ ټاکل شوې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button