سیمه‌ییز

کندهار ولایت کې د شدیدو بارانونو ورېدو له امله ځینې کورونه نړېدلي

طالبان وايي چې په کندهار ولایت کې د شدیدو بارانونو ورېدو له امله ځینې کورونه نړېدلې چې ۲ تنه په کې مړه شوي هم دي

هاخوا له نورو ولایتونو هم راپورونه ورکړل شوي چې د درنې واورې او پرله پسې بارانونو له امله لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي او په زرګونو څاروي له منځه تللي دي.

په کندهار کې د تېرو پرله‌پسې دوو ورځو سختو بارانونو یوشمېر کورونه نړولي او له کبله یې دوو کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی. د دغه ولایت مسوولان د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې له راوتلو سېلابونو څخه د سلګونو کسانو د ژغورلو خبر هم ورکوي.

qandahar2

شدیدو بارانونو او توپانونو زیان اړولی

د کندهار د سرې میاشتې ټولنې ویاند محمدشعیب حقاني رسنیو ته ویلي چې بارانونو د دغه ولایت د مرکز په درېیمه حوزه کې دوه کورونه او د میوند ولسوالي په بند تیمور کلي کې هم شپږ کورونه نړولي دي.

د نوموړي په وینا، په میوند ولسوالي کې د کورونو نړېدو پېښه کې د یوه ماشوم په ګډون، دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه وايي، زیانمنو شویو کورنیو ته یې بېړنۍ مرستې ور رسولې دي.

نور ولولئ: د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې سیلابونه

نور ولولئ:  اوچا وايي افغانستان کې ۲۱.۲ میلیونه خلک د څښلو اوبو ته لاس رسی نه لري

نور ولولئ: وروستي سیلابونه؛ افغانستان کې یې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

په همدې حال کې د البدر قول‌اردو ویاند نذیراحمد شکېب وايي چې د سختو بارانونو له امله د کندهار په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي او له امله یې یوشمېر کسانو ته زیانونه هم اوښتي دي.

دا هم ولولئ:  په افغانستان کې مرموزې وژنې دوام لري

هغه زیاتوي چې د یادې قول‌اردو مسوولانو په دامان ولسوالي کې د مسافرو څلور بسونه چې سېلاب ایسار کړي وو، ژغورلي دي. شکېب وايي، په دمنډحصار سیمه کې یې هم د کوچیانو یوشمېر کورونه چې سېلابونه ایسار کړي وو، ژغورلي دي.

بله‌خوا د کندهار پر یوشمېر لویو لارو پراخ سېلابونه راوتلي چې له امله یې د کندهار‌-‌روزګان او کندهار‌-‌سپین‌بولدک لارې هم تړل شوې دي.

qandahar1

په نورو ولایتونو کې زیانونه

د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې سختې واورې او بارانونه شوي دي. داسې راپورونه ورکړل شوي چې د غور ولایت اکثره موصلاتي لارې تړل شوي.

په دغه ولایت کې له ۲۵۰۰ زیات څاروي د واورې او ساړه له امله مړه شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو خبر ورکړی چې په ځینو ولایتونو کې د بېړنیو پېښو ته د رسېدو کمېټې هڅې پیل کړي چې خلکو او څارویو ته خواړه او نور اړین توکي ورسوي، خو خلک بیا وايي چې لارې تړل شوي او د مرستو رسول امکان نه لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button