ژوند

که سپوږمۍ نه وای نو ځمکې ته به څه ورپیښ شوي وای؟

لمر او سپوږمۍ دواړه د ځمکې پر مخ د ژوند د پایښت لپاره ډیر اړین دي

په قرآنکریم کې د لمر او سپوږمۍ دواړو یو ځای ذکر اووه ځله راغلی دی؛ لمر او سپوږمۍ په ځمکه کې د ژوندانه لپاره ډېر اړین څیزونه دي، د لمر په اهمیت خو به ځکه ټول پوهیږو چې له هغې پرته ژوند ناممکن دی، خو که چېرې سپوږمۍ هم نه وای نو پر ځمکه د انسانانو او نورو هغو ژویو چې پیچلي حیاتي سیستمونه لري ژوند په غالب ګومان ناممکن و، د سپوږمۍ په نشتوالي کې به د ځمکې دوراني حرکت ډېر چټک وای چې له امله به یې دا سیاره له سختو وحشتناکو توپانونو او شدیدو بادونو سره مخ وای، د سمندرونو وېروونکې څپې به پورته کیدلی، په ځمکه کې به یوه ورځ ۴ ساعته وای، دنګې ونې او اوسني ښایسته موجودات به د ځمکې پر مخ نه وای بلکه لنډي داسې نباتات چې د بادونو پر وړاندې مقاومت وکولی شي او ټیټ ژوي به وای، د ژوندیو موجوداتو حیوي سیستم به د اوس په څیر معمول وده نشوای کولای چې له امله به یې ژوي بل ډول او بدشکله وای، ژویو به د اوس په څیر یو بل ته غږونه نشوای کولی ځکه ټوله ځمکه به د بادونو له امله له سخت شور او ځوږ سره مخ وای نو کیدای شي د ژویو د اړیکو سیستم یا بل ډول وای او یا هم د غږونو د لېږد ځانګړی سیستم وای چې د ژویو غږونه به ټول زیر وای او بم غږ به نه وای، یا به یې داسې متفاوت غږ درلودلای چې کولی یې شول د ځمکې له شور او ځوږ څخه توپیر ولري، لنډه دا چې ځمکه به د هغو ویروونکو فلمونو په څیر وای چې ډېر کم انسانان یې د لیدلو توان لري!

د ځمکې او سپوږمۍ جوړې ته ځینې پوهان دوه سیاره یی سیستم هم وایي

خو دا د الله تعالی ستر حکمت دی چې ځمکې ته یې داسې سپوږمۍ ورکړې ده چې د نورو سیارو له سپوږمیو ډېر توپیر لري، دا دومره لویه ده چې د ځمکې څلورمې برخې غوندې ده نو ځکه خو دې ته ځینې پوهان دوه سیاره یي سیستم هم وایي.

دا د لمر او سپوږمۍ برکت دی چې پر خپلو ټاکلو مدارونو په داسې ډول څرخي چې په ځمکه کې د ژوند دوام ته امکان وربښي، لکه چې فرمایي:« وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ» ژباړه:(لمر او سپوږمۍ یې پیدا کړل، هر یو «له دغو سیارو څخه» په یو «بېل بېل» مدار کې لامبو وهي «ګرځي»)[الأنبیاء:۳۳]، همدوی دي چې زموږ د ژوند د دوام په موخه مسخر شوي دي، لکه چې فرماياي:« وَسَخَّرَ لَكُمُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ» ژباړه:(هغه ستاسې لپاره شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ په کار اچولي دي)[النحل:۱۲]، دا لمر او سپوږمۍ دي چې موږ یې په برکت کولی شو په ځمکه کې ستر تمدنونه رامینځته کړو نو ځکه خو:« وَمِنْ آَيَاتِهِ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَالشَّمْسُ وَالْقَمَرُ لَا تَسْجُدُوا لِلشَّمْسِ وَلَا لِلْقَمَرِ وَاسْجُدُوا لِلَّهِ الَّذِي خَلَقَهُنَّ إِنْ كُنْتُمْ إِيَّاهُ تَعْبُدُونَ» ژباړه:(دغه شپه او ورځ، لمر او سپوږمۍ د الله له نښانو څخه دي، لمر او سپوږمۍ ته سجده مه کوئ بلکه هغه خدای ته سجده وکړئ چې دا ټول یې پيدا کړي دي، که په رښتیا سره تاسې د هغه عبادت کوونکي یاست)[فصلت:۳۷].

نور ولولئ: يوه خورا ستره آسماني ډبره د سپوږمۍ او ځمکې تر منځ تېرېږي

 

اوس پوه شوو چې سپوږمۍ په ځمکه کې د ژوند لپاره دومره اړینه ده نو ایا دا ممکنه ده چې دا دې یو تصادف وي؟ هغوی چې الحاد ته یې مخه کړې ده سالم فکر دې وکړي، څرنګه دا ټولې پدیدې د دومره پیچلي سیستم په بڼه چې ټول یو له بل سره تړاو لري رامینځته شوي دي؟ او دا هیڅ هم عبث نه دي! موږ یې ځواب دلته موندلی دی:« أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ» ژباړه:(او ایا دوی دې ته فکر نه کوي، کوم خدای چې دغه اسمانونه او ځمکه پیدا کړي دي او د هغو په پيدا کولو ستومانه نشو، هغه هرو مرو په دې هم قادر دی چې مړي راژوندي کړي؟ ولې نه! بېشکه هغه پر هر څه باندې قادر دی)[الأحقاف:۳۳]

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button