سیمه

کوټه کې د اورګاډي تمځای کې چاودنه؛ له ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او ټپیان دي

د کوټې د اورګاډي په تمځای کې درنې چاودنې ۲۵ کسان وژلي او ۵۳ یې ټپیان کړي دي

په پاکستان کې ناامنۍ زور اخیستی او د سیمې اوسېدونکی وايي چې په کنټرول کې یې د پاکستان امنیتي استګاه پاتې راغلي ده.

د بلوچستان په مرکز کوټه کې نن شنبه (د نومبر ۹مه) سهار وختي د اورګاډو یوه تمځای کې ځانمرګی برید شوی دی.

ځايي امنیتي‌ چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي، په دې پېښه کې د بریدګر په ګډون لږترلږه ۲۵ کسان وژل شوي او ۵۳ نور ټپیان دي.

ددغه برید مسئولیت

د برید مسوولیت د بلوڅ بېلتونپالو ازادي غوښتونکي پوځ (بي‌اېل‌اې) منلی.

د دې ډلې ویاند ‘جنید بلوڅ’ رسنیو ته په یوه لنډ استولي بیان کې ویلي، “نن سهار یې د کوټې اورګاډو تمځای کې د پاکستاني ځواکونو پر یوې ډلې ځانمرګی برید کړی”.

هغه زیاته کړې، چې دا برید د دوی د “فدايي بریدونو څانګې مجید لوا” کړی او دا چې جزییات به یې وروسته خپاره شي.

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

نور ولولئ: اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: په پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ د باجوړ چاودنه کې پخوانی پاکستانی سناتور ووژل شو

د پاکستان پوځ تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

afghan 2024 11 09t124922.628

خو د بلوچستان د پولیسو یوه چارواکي محمد بلوڅ رسنیو ویلي، پر عامو خلکو سربېره پوځيان هم دغه تمځای کاروي او دا چې د دې پېښې په قربانیانو کې هم ملکیان او پوځیان دواړه شامل دي.

د وژل شویو د شمېر د زیاتېدو ویره

هغه د اورګاډو دغه تمځای کې له رسنیو سره خبرو کې اندېښنه ښودلې، چې د وژل شویو شمېر ښايي لوړ شي.

ښاغلي بلوڅ وویل، دا برید داسې مهال وشو چې د “جعفر اېکسپرېس” لسګونه مساپر اورګاډي ته منتظر وو.

د امنیتي‌ کمرو په وسیله اخیستل شویو تصویرونو کې هم ښکاري چې د پېښې پر مهال لسګونه کسان تمځای کې موجود دي.

په دغه برید کې ټپي شوي کسان د کوټې ښار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دی.

د بلوچستان مشر وزیر سرفراز‌ بګټي د کوټې د اورګاډو پر تمځي برید غندلی او په دې تړاو یې د څېړونو امر کړی دی.

هغه ویلي، د بې ګناه خلکو هدف ګرځوونکي “ترهګر” د زړه‌سوي وړ نه دي.

د بلوچستان اعلی وزیر زیاته کړې، چې په دغه ایالت کې د ترهګرۍ ضد عملیات دوام لري، “ګڼو پېښو کې ښکېل ترهګر نیول شوي” او دا چې په دې پېښه کې ښکېل کسان به هم خپله سزا وګوري.

د یادونې ده چې بلوڅ بېلتونپالو مخکې هم پاکستان کې د بېلابېلو خونړیو ځانمرګو بریدونو مسوولیت منلی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button