ژوند او ټولنه

کېله په نهاره او له ویده کېدو دمخه مه خورئ

کېله یو له هغه مېوو څخه ده، چې د روغتیا لپاره ډېره ګټوره تمامېږي. د دې مېوې په جوړښت کې په ډېره زیاته اندازه پوتاشیم شتون لري، چې د وینې د فشار د سطحې په برابرولو کې ډېر اړین توکی تمامېږي. خو په نهاره او له وېده کېدو دمخه د کېلې خوړل زیانمن تمامېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي، که څه هم د کېلې خوراک په هر وخت کې ګټور تمامېدلی شي، خو په نهاره او د شپې د وېده کېدو دمخه یې له خوړلو څخه ډډه وکړئ.

نور یی ولوله | ازبکستان د افغانستان، ایران او هند له چابهار هوکړې سره ‘یو ځای شو

لکه څنګه چې د کېلې په هضم کې ډېر وخت ته اړتیا لېدل کېږي، نو د شپې پرمهال یا یې له وېده کېدو دمخه له خوړلو ډډه وکړئ. ځکه چې د کېلو د خوراک په پایله کې مو خوب اغېزمن کېږي، چې بیا مو په سبا طبیعت خرابوي او د سستۍ یا د لټۍ ښکار ګرځئ.

روغتیایي کارپوهان دا هم وایي، که چېرته له وېده کېدو دوه یا درې ساعته دمخه کېله وخوړل شي، نو د کېلې په جوړښت کې موجود میګنیزیم د ښه خوب په راوستلو یا برابرولو کې مرستندویه تمامېږي.

په نهاره خېټه د کېلې له خوړلو څخه ډډه وکړئ. ځکه چې د کېلې په خوراک سره د بدن د میګنیزیم کچه لوړېږي. چې بیا له وینې سره ګډېږي او د زړه لپاره بېخي زیانمن تمامېږي.

که چېرته له کېلو سره نور غذایي توکي یا خواړه وخوړل شي، روغتیایي کارپوهان یې زیانمن نه بولي. په ورځني ډول د کېلو خوړل د زړه د ناروغیو په مخنیوي او د وینې د فشار په برابر ساتلو کې مرسته کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button